ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : د کندهار بريد کې سوداګرو ته ۳۰۰ ميليونه افغانۍ زيان اوښتى

چارواکي : د کندهار بريد کې سوداګرو ته ۳۰۰ ميليونه افغانۍ زيان اوښتى

author avatar
20 Jul 2019 - 11:32
چارواکي : د کندهار بريد کې سوداګرو ته ۳۰۰ ميليونه افغانۍ زيان اوښتى
author avatar
20 Jul 2019 - 11:32

کندهار (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۹۸):د کندهار پر امنیې قوماندانۍ د وسله والو برید پولیسو او ملکي وګړو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو تر څنګ سوداګرو ته هم ۳۰۰ میلیونه افغانۍ زیان اړولی دی.

د پنجشنبې د ورځې په مازدیګر ۴:۳۰ بجې لومړی وسله والو د امنیې قوماندانۍ په شمالي دروازه کې له چاودېدونکو توکو ډک مازدا موټر ته چاودنه ورکړه او وروسته په وسلو او چاودېدونکو توکو سمبال بریدګر د امنیې قوماندانۍ ودانۍ ته ننوتل چې د شپې تر شاوخوا درېیو بجو یې له پولیسو سره جګړه وکړه.

چاودنه ډېره زوروه وه چې تر لرې ځایونو پورې يې غږ واورېدل شو او تر یو کیلومتر ساحې پورې یې د کورونو، دفترونو او نورو ودانیو کړکۍ او دروازې ماتې کړې او درانه زیانونه یې واړول.

د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب او امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان د پېښې له ځایه د لیدنې پر مهال خبریالانو ته وویل چې دغه خونړي برید تر ټولو ډېر زیان عامو خلکو ته اړولی دی.

منیب وویل، بریدګر ۷ تنه وو چې درېیو یې د یوه مازدا، یوه سراچه او یوه سوزوکي موټرو په وسیله پر امنیې قوماندانۍ برید وکړ او ۴ تنه نور په وسلو او چاودېدونکو توکو سمبال بریدګر د امنیې قوماندانۍ ودانۍ ته ننوتل او جګړه یې پيل کړه.

هغه زیاته کړه، دا چې د امنیې قوماندانۍ ودانۍ پر عمومي لاره د استوګنې د کورونو، دفترونو او سوداګریزو مرکزونو سره په خوا کې پرته ده، تر ټولو ډېر مالي او ځاني زیان یې ملکي وګړو ته اړولی دی.

دی وايي، په دغه خونړي برید کې ۱۲تنه وژل شوي چې ۹ یې ملکي وګړي او ۳ پولیس دي، دغه راز ۹۷ تنه ټپيان شوي چې ۷ یې پولیس دي.

د ده په خبره، په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې ډېر یې تر درملنې وروسته رخصت شوي دي.

خو ده وویل،دغه برید دروند مالي زیان هم اړولی دی.

هغه په دې برخه کې د امنیې قوماندانۍ سره په خوا کې د ګمرک په ودانۍ کې په سوداګریزو توکو  د بار ۱۶ ټېلرو یادونه وکړه چې د اور خوراک شول.

په دغو ټېلرو کې ټایرونه، فرشونه، چای، خوراکي او نور سوداګریز توکي بار وو.

د منیب په خبره، په دغو موټرو کې بار توکي د سوداګرو وو چې ټولټال ۳۰۰ میلیونه افغانۍ زیان یې ور اړولی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.