ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : کندهار کې  ٣٢ وسله وال وژل شوي

چارواکي : کندهار کې ٣٢ وسله وال وژل شوي

author avatar
20 Jul 2019 - 10:51
چارواکي : کندهار کې  ٣٢ وسله وال وژل شوي
author avatar
20 Jul 2019 - 10:51

کندهار (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۹۸): د کندهار په ښورابک او میوند ولسوالیو کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۳۲ وسله وال وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان شوي دي.

د کندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان د چنګاښ په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، بهرنیو ځواکونو تېره ورځ ماښام شپږ بجې د ښوراوک ولسوالۍ په ګلستان دره کې د وسله والو پر دوو موټرو او دوو مرکزونو برید کړی دى.

هغه زیاته کړه، په دغه برید کې ۲۷ وسله وال وژل شوي، ۱۸ نور ټپيان شوي، موټر، مرکزونه او وسلې یې له منځه وړل شوي دي.

بل خوا د میوند په سور بغل سیمه کې هم بهرنیو ځواکونو په هوايي بريد کې د وسله والو یو سراچه موټر په نښه کړی دی.

امنیه قوماندان وايي، وسله والو په دې موټر کې چاودېدونکي توکي لېږدول چې برید ورباندې وشو.

د ده په خبره په دې برید کې ۵ وسله وال وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه بریدونه له هغه یوه ورځ وروسته کېږي چې وسله والو طالبانو د کندهار پر امنیې قوماندانۍ برید وکړ چې په کې ملکي او نظامي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.