ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ارګ: تلپاتې سولې سره د افغانستان او پاکستان اړيکې نورمال کېږي

ارګ: تلپاتې سولې سره د افغانستان او پاکستان اړيکې نورمال کېږي

author avatar
21 Jul 2019 - 17:08
ارګ: تلپاتې سولې سره د افغانستان او پاکستان اړيکې نورمال کېږي
author avatar
21 Jul 2019 - 17:08

کابل (پژواک،٣٠ چنګاښ ٩٨): د ولسمشر وياند وايي چې تلپاتې سولې سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې نورمال او ترهګرۍ پر ضد جدي مبارزې سره د باور فضا رامنځته کېږي.

د ولسمشر وياند صديق صديقي دغه څرګندونې امريکا ته د پاکستان د لومړي وزير په مشرۍ د لوړ پوړي پلاوي د سفر په غبرګون کې کړې چې ويل کېږي ډېرې خبرې به دافغان سولې په اړه متمرکزې وي.

د پاکستان لومړى وزير عمران خان او د پوځ مشر جنرال قمر باجوه په درې ورځني سفر واشنګټن ته رسېدلي او ټاکل شوې ده چې سبا په سپينه ماڼۍ کې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

امريکايي او پاکستانيو سرچينو ويلي چې د دوى د خبرو اترو ډېر تمرکز به د افغان شخړې هواري او پر افغان سولې پروسې وي.

د ولسمشر اشرف غني وياند صديقي صديقي دچنګاښ په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له پاکستان سره د افغانستان وروستۍ اړيکې ګټورې وې.

د يادونې ده چې ولسمشر غني تېره مياشت پاکستان ته سفر درلود او ددغه هېواد پوځي او ملکي چارواکو سره يې ليدلي وو.

صديقي وايي، د پاکستان لومړى وزير عمران  خان با ثباته، سوله ييزه او ولسواک افغانستان د خپل هېواد په ګټه ګڼي.

د هغه په وينا، د دواړو هېوادونو ترمنځ لويې موضوع ګانې اوس هم پراخو بحثونو او تعقيب ته اړتيا لري، خو په عمل کې تر هېڅ د کوم بدلون نښې نه ليدل کېـږي.

د ولسمشر وياند زياته کړه : ((باعزته او تلپاته سوله د افغان حکومت او خلکو لپاره مهمه ده او ترلاسه کولو سره به يې د دواړو خپلواکو هېوادونو ترمنځ اړيکې نورمالې شي. ))
صديقي وويل، چې ترهګري او سخت دريځي د دواړو هېوادونو او ټولې نړۍ لپاره يو ګواښ دى.

د هغه په وينا، په دې برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور او تاييد وړ اقدامات کولى شي د دوه اړخيزه باور فضا رامنځته کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.