کابل (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٨) : د خيبر پښتونخوا ايالت د ډېره اسماعيل خان سيمې په يوه روغتون کې د ځانمرګي بريد له امله يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاکستانيو رسنيو د چنګاښ په ٣٠مه، خبر ورکړى چې نن سهار د ډېره اسماعيل خان په کوټله سيدان سيمه کې نامعلومو وسله والو پر دوو پوليسو ډزې وکړې او دواړه يې ووژل.
سرچينې زياته کړې، کله چې ددې پوليسو جسدونه ځايي روغتون ته وړل شوي، نو هلته په روغتون کې دننه ځانمرګى بريد شوى چې له امله يې څلور نور پوليس وژل شوي دي.
راپورونه وايي چې په دې ځانمرګي بريد کې د يو شمېر پوليسو په ګډون ٢٢ نور کسان هم ټپيان شوي چې په کې د روغتون کارکوونکي هم شامل دي.
د ډېره اسماعيل خان ولسوالۍ د پوليسو مشر افتخار شاه ويلي چې ځانمرګې بريدګره ښځه وه او د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
تر اوسه ددې بريدونو مسووليت چا نه دى منلى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن