ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لغمان د حلقوي سړک چارې نږدې بشپړې شوې دي

د لغمان د حلقوي سړک چارې نږدې بشپړې شوې دي

author avatar
21 Jul 2019 - 17:06
د لغمان د حلقوي سړک چارې نږدې بشپړې شوې دي
author avatar
21 Jul 2019 - 17:06

مهترلام (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۹۸): د لغمان ولايت يو شمېر اوسېدونکو د دغه ولايت مرکز کې د حلقوي او بادپښ ولسوالۍ ته د تللې لويې لارې د رغونې کارونو چټکتيا ته هيله مند دي او وايي، د دغو سړکونو جوړېدل به د نورو ګټو سربېره خلکو ته اقتصادي ګټې هم ورسوي.

بلخوا ځايي چارواکي وايي چې د حلقوي سړک کارونه ۹۹ سلنه او د بادپښ ولسوالۍ د لويې لارې کارونه ۴۵ سلنه بشپړ شوي دي.

د لغمان د والي وياند اسدالله دولت زي د چنګاښ په ۳۰مه پژواک اژانس ته وويل، د مرکز مهترلام اړوند حلقوي سړک چې دوه کاله وړاندې يې کارونه د ۲۵۵ ميليونو افغانيو په لګښت پيل شوي، اوس يې کارونه ۹۹ سلنه بشپړ شوي دي.

دی وايي، دغه سړک ۳ اعشاريه ۷ کيلومتره اوږدوالی او ۲۴متره پراخوالی لري چې د منځ د ګلدان سربېره دواړو خواوو ته پلې لارې او په اوږدو کې يو شمېر پلونه او پولګوټي هم رغول شوي دي.

هغه وويل، که څه هم دا سړک بايد د يوه کال په موده کې جوړ شوی واى؛ خو د خلکو د ځمکو د استملاک او ځينو نورو ستونزو له امله يې کارونه دويم کال ته وځنډېدل.

بلخوا ددغه ولايت بادپښ ولسوالۍ ته د نږدې ۲۴ کيلومتر سړک کارونه هم په چټکۍ سره روان دي چې چارواکي وايي، پنځه څلوېښت سلنه يې چارې بشپړې شوې دي.

د لغمان د والي وياند وويل، د بادپښ سړک په دوو برخو وېشل شوی چې لومړۍ برخه يې ۲۰ اعشاريه ۱۶ کيلومتره او دويمه برخه يې ۲۱ اعشاريه ۵ کيلومتره اوږدوالی او ټول ۹ متره پلنوالی لري.

دی وايي، اوس د دغو سړکونو کارونه ۴۵ سلنه بشپړ شوي چې په نږدې وختونو کې به يې چارې پای ته ورسېږي او ټولټال به پرې د فوايد عامې وزارت ۸۰۷ ميليونه افغانۍ لګښت راشي.

نوموړي د کارونو د شفافيت په اړه وويل، چې د فوايد عامې رياست انجنيران د دواړو سړکونو له کارونو څارنه کوي او خلک هم کولی شي چې له دغو چارو په بې پرې توګه څارنه وکړي چې د تخلفاتو مخه په کې ونيول شي.

بلخوا د لغمان ولايت اوسېدونکي خوښ دي چې په دغه ولايت کې د رغونې پروژې تر کار لاندې دي او کارونه يې په دې وروستيو کې چټک شوي دي.

د مرکز مهترلام اړوند د سلطان غازي بابا ښارګوټي اوسېدونکی سيف الرحمن وايي، د حلقوي سړک جوړېدل به نه يوازې ښار پراخه کړي، بلکې د ښار د امنيت او ګڼې ګوڼې کمېدو سبب به هم شي.

دی وايي، د سړک دواړو خواوو ته به نوي مارکېټونه او دوکانونه جوړ شي چې ډېرو خلکو ته به د روزګار زمينه برابره کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.