کابل(پژواک، ۳۰ چنګاښ ۹۸): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ پخواني وزیر عبدالرازق وحیدي د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز له استیناف محکمې برائت واخیست.
د عبدالرزاق وحیدي استیناف محکمه پرون جوړه شوه خو د اوږدېدو له امله یې وروستى حکم نن (د چنګاښ په ۳۰ مه) ته موکول شو.
نن له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د استیناف محکمې قضايي پلاوي د عبدالرزاق وحیدي د مدافع وکیل له صورت دعوا او دفاعیې اورېدو وروسته د نوموړي برئت اعلان کړ.
عبدالرزاق وحیدي د تېر کال په سلواغې میاشت کې د مالیې وزارت د اداري او مالي مرستیال په توګه دنده ترسره کوله او له شپږو نورو همکارانو لکه د مالیې وزارت د مالي او اداري معینیت پخوانی سرپرست محمد قاهر حیدري، ددغه وزارت د صکوکو د مطبعې رییس عزیز الدین شمس، د سرمحاسبیت سرپرست نیازمحمد فیضي، د تهیې او تدارکاتو مدیر خلیل الله سیفي، د کنټرول مدیر احمد شکېب او د یادې مطبعې فني مدیر محمد بشیر د تدارکاتو له قانون څخه په سرغړونه او ۱۹ میلیون افغانۍ تاوان او د دندې له صلایتونو څخه په ناوړه ګټه اخیستو تورن شوي وو.
د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز لومړنۍ محکمې عبدالرزاق وحیدي د دندې له صلاحیتونو د ناوړه ګټه اخیستو په تور په درې کاله تنفیذي بند محکوم کړی و.
د روان کال د وري میاشتې په ۱۹ مه کله چې وحیدي د لومړنۍ محکمې له خوا د مالیې وزارت د مرستیال په صفت د خپل ماموریت پر مهال د دندې له صلاحیتونو په استفاده تر مجرم پېژندل کېدو وروسته ونیول شو او څرخي پله زندان ته انتقال شو.
خو عبدالرزاق وحیدي نن (یکشنبه د چنګاښ ۳۰ مه) د استیناف غوښتنې د محکمې په دویمه ورځ د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز له محکمې برائت واخیست.
په ورته وخت کې د عبدالرزاق وحیدي مدافع وکیل محمد فرهنګ پژواک ته وویل چې موکل به یې د قانوني او اداري مراحلو له بشپړېدو وروسته خوشی شي.
د یادونې ده چې که د قضیې موظف څارنوال د استیناف محکمې په پرېکړه قانع نه شي د وحیدي دوسیه د «تمیز» مرحلې ته ځي.
قضايي پلاوي وویل چې دا حکم قطعي نه دی او که موظف څارنوال نیوکه ولري کولای شي د بیا محکمې غوښتنه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن