ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د درونټې برېښناکوټ درې واړه توربينونه بياورغول شول

د ننګرهار د درونټې برېښناکوټ درې واړه توربينونه بياورغول شول

author avatar
21 Jul 2019 - 17:18
د ننګرهار د درونټې برېښناکوټ درې واړه توربينونه بياورغول شول
author avatar
21 Jul 2019 - 17:18

جلال اباد (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۹۸): د ننګرهار د درونټې برېښناکوټ درې واړه توربينونه جوړ او د اتو مېګاواټو په ظرفيت ۱۴زره کورنيو ته د ۲۴ ساعته برېښنا زمينه برابره شوه.

چارواکي وايي، د دغه برېښناکوټ د ترميم چارې درې مياشتې وړاندې پيل شوې وې چې نن (د چنګاښ ۳۰مه) ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

په همدې موخه د درونټې په برېښناکوټ کې د جوړو شويو مراسمو پرمهال د ننګرهار برېښنا رييس انجنير اکرام الله عابد وويل، يادو  توربينونو خپل ظرفيت له لاسه ورکړی و، چې د دوی انجنيرانو د درې مياشتني کار په پايله کې يې بېرته لومړنی حالت غوره کړ او ۸.۳ مېګاواټه برېښنا ورکوي.

د هغه په خبره، ډېر ژر به د نړيوال بانک په لس ميليونه امريکايي ډالره مالي مرسته همدا توربينونه له روسي سیستم څخه جرمني هغه ته واړوي، چې ظرفيت به يې دوولس مېګاواټو ته لوړ شي او سيستم به ټول ډيجيټل ته بدلون ومومي.

ده زياته کړه، له دې وروسته به برېښنا ٢٤ ساعته وي، د شپې له خوا به پارچاوي نه وي او د ورځې له خوا به ډېره کمه وي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، د درونټې برېښنا کوټ درې توربينونه درلودل، چې يو يې بشپړ تخريب او دوه نور يې زيانمن شوي و.

د ده په وينا، دغه توربينونه د برېښنا شرکت انجنيرانو له لوري جوړ شول، چې شپېته زره امريکايي ډالر لګښت پرې راغلی؛ که په نورو انجنيرانو جوړ شوي وای؛ نو تر سل زره امريکايي ډالرو يې لګښت درلود.

هغه زياته کړه، پخوا دغو توربينونو نږدې پنځه مېګاواټه برېښنا ورکوله او اوس د ٨ مېګاواټه برېښنا د توليد ظرفيت لري.

په ورته وخت کې د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اسرار الله مراد غوښتنه وکړه چې د برېښناکوټ د سيسټم د ډيجيټلي کېدو لپاره دې هم ژر کارونه پيل شي چې خلکو ته لا ډېرې اسانتياوې برابر شي.

دغه بند شاوخوا پنځوس کاله وړاندې جوړ شوی چې اوسمهال ډېر زوړ شوی دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.