مزارشريف ( پژواک، ۳۰چنګاښ ۹۸) : د بلخ په حوزوي ملکي روغتون کې ډاکټران وايي چې د هوا د حرارت درجې په لوړېدو سره د ناروغو ماشومانو په شمېر کې ۳۰ سلنه زياتوالی راغلی دی.
دوی له کورنيو څخه غواړي، چې خپل ماشومان د لمر له شعاوو او ګرمۍ څخه لرې وساتي.
د هوا حالاتو راپور له مخې، د چنګاښ په ۳۰مه، مزارشريف ښار کې د تودوخې کچه ۴۴ درجو ته رسېدلې ده.
مزارشريف کې د ملکي روغتون د ماشومانو درملنې څانګې مسوول ډاکټر صبغت الله شرقي زاده پژواک ته وويل، چې د تېرو مياشتو په پرتله په چنګاښ مياشت کې دغه روغتون ته د مراجعه شويو ناروغو ماشومانو په شمېر کې ۳۰ سلنه زياتوالی راغلی دی.
نوموړي زياته کړه، د ناروغيو د زياتوالي تر ټولو لوی دليل د هوا د تودوخې زياتوالی دی.
هغه وايي، ټولټال په چنګاښ مياشت کې د بلخ ملکي روغتون ته شاوخوا (۱۰ زره) ناروغو ماشومانو مراجعه کړې، چې ۳۵۰۰ شاوخوا يې بستر شوي دي.
ياد ډاکټر زياتوي، له يوې مياشتې راهيسې مزارشريف ښار کې د تودوخې درجه په پرله پسې ډول لوړېږي، چې ورسره د ناروغيو کچه هم زياتېږي.
شرقي زاده وويل: (( د ماشومانو د ناروغيو ډېری پېښې موسمي اسهالات دي، چې له ګرمې هوا څخه پيدا کېږي، کله چې هوا ګرمه شي؛ نو د ماشوم د بدن مقاومت کمېږي او يو ډول وايرسونه د اسهالاتو رامنځته کېدو سبب ګرځي)).
هغه زياته کړه، د ناروغو ماشومانو لوړه کچه هغوی تشکيلوي، چې عمرونه يې له پنځه کلونو څخه کم دي.
نوموړي دا هم وويل، چې پر وخت د ناروغو ماشومانو درملنه کېږي او زياتوي، چې يواځې يو فيصد تلفات لري.
دغه ډاکټر وايي، ياده ناروغي د وقايې وړ ده؛ خو ګواښ کوي که کورنۍ ژر تر ژره خپل ناروغ ماشومان روغتون ته راجع نه کړي؛ نو د تلف کېدو امکان يې زياتېږي.
هغه له کورنيو څخه هم غوښتنه وکړه، چې د خپلو ماشومانو جدي مراقبت وکړي او د لمر له شعاوو او ګرمۍ څخه دې يې وژغوري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن