کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۹۸): د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د ۳۱۲ میلیون افغانیو په لګښت د ۶۱ پرمختیايي پروژو له عملي کېدو نږدې ۱۵۰ زره کسان ګټه اخلي.
د یادو پروژو تړونونه نن د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن په کابل کې له دوو خصوصي شرکتونو او د یوولس ولایتي شوراګانو له استازو سره لاسلیک کړل.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر له جزيیاتو پرته وویل، په دې پروژو کې کارېز، کانګرېټي سړکونه، پلونه، پولګوټي، د اوبو کانالونه او استنادي دېوالونه شامل دي.
د ده په خبره، یادې پروژې په بلخ، بغلان، بادغیس، لوګر، هرات، کابل، کندهار، خوست، پکتیا، پروان، میدان وردګو، زابل او نورستان ولایتونو کې عملي کېږي.
هغه زیاته کړه، یادې پروژې په ټولیزه توګه ۳۱۲ میلیون افغانۍ لګښت لري.
د هغه په خبره، له یادو ۶۱ پروژو څخه ۳۱ د هېواد له ملي بودیجې او ۲۹ د اېټالیا هېواد او یوه پروژه د هندوستان هېواد په مالي مرسته عملي کېږي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر وویل، له یادو پروژو به په ټوله کې ۱۴۷ زره کسان ګټه واخلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن