ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : په غزني کې  ٣١ وسله وال طالبان وژل شوي

چارواکي : په غزني کې ٣١ وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
21 Jul 2019 - 12:15
چارواکي : په غزني کې  ٣١ وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
21 Jul 2019 - 12:15

غزني ښار (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٨):  حکومتي مسوولين وايي چې په غزني کې د يوه ځانمرګي بريدګر په چاودنه او د افغان ځواکونو د عملياتو پرمهال ٣١ وسله وال طالبان وژل شوي دي، خو بل لورته طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د چنګاښ په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د مرکز، قره باغ او ناوې ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې د دوو هوايې بريدونو، کومانډويي عملياتو، يوه کمين او پر وسله والو طالبانو د خپل ځانمرکي بريدګر د واسکټ په چاودنه کې ٣٣ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه وايي چې تېره ورځ د ناوې ولسوالۍ اړوند په موسى کليم سيمه کې د درېيو ځانمرګو بريدګرو له ډلې ديوه ځانمرګي واسکټ داسې مهال چاودنه کړې چې له نورو وسله والو سره يې مخه ښه کوله .

دى زياتوي چې په دغه پېښه کې ١٥ وسله وال طالبان ځاى پر ځاى وژل شوي دي.

نوري وايي چې تېره ورځ د قره باغ ولسوالۍ په شېر اباد کلي او د يادې ولسوالۍ په خونيان سيمه کې د دوو هوايي بريدونو په ترڅ کې د سيلاب په نامه د يوه طالب سرګروپ په ګډون پنځه طالبان وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا، تېره شپه د قره باغ ولسوالۍ په جمال خېل سيمه کې د ځانګړو افغان ځواکونو په عملياتو کې د يادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د استخباراتي مسوول ملا ﺫاکر په ګډون اته طالبان وژل شوي او درې نور يې ژوندي نيول شوي دي.

د والي وياند زياته کړه چې تېره شپه د غزني ښار د پوليسو د لومړۍ حوﺯې د لسم ماموريت اړوند د شهرستانيانو ښارګوټي ته څېرمه د پوليسو په يوه کمين کې درې طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

نوموړى وايي چې په يادو بريدونو او پېښو کې ملکي وګړو او امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دغه راز د ملي دفاع وزارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د غزني په ناوې ولسوالۍ کې طالبانو غوښتل، درې ځانمرګي بريدګر چمتو کړي چې يوه چاودنه کړې او په ترڅ کې يې ٢٤ طالبان وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي.

خو بل لورته طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په ناوې ولسوالۍ هېڅ داسې کومه پېښه نه ده رامنځته شوې.

دغه راز مجاهد دا هم وويل چې د غزني ولايت لپاره د دوى د استخباراتو کوم مسوول نه دى وژل شوى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.