ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګردېز کې د موټر بم چاودنې له امله د زرمت د سيمه ييزو پوليسو قوماندان وژل شوى

ګردېز کې د موټر بم چاودنې له امله د زرمت د سيمه ييزو پوليسو قوماندان وژل شوى

author avatar
21 Jul 2019 - 16:04
ګردېز کې د موټر بم چاودنې له امله د زرمت د سيمه ييزو پوليسو قوماندان وژل شوى
author avatar
21 Jul 2019 - 16:04

لومړى تعقيب-ګردېز (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٨): د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې د موټر بم چاودنې له امله د زرمت ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان وژل شوى او د ماشومانو په ګډون نهه تنه نور ټپيان شوي دي.

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي د چنګاښ په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته د پکتيا پوهنتون او حوزوي روغتون ترمنځ سيمه کې د زرمت ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان احمد عزيز پر موټر د موټربم بريد شوى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې يو شمېر کسان ټپيان شوي او د پوهنتون او حوزوي روغتون ځينې سيمې هم ويجاړې شوې دي.

دغه راز د پېښې يو تن عيني شاهد او د پکتيا پوهنتون محصل عبدالحليم پژواک ته وويل: ((موږ پوهنتون کې دننه وو چې سخته چاودنه وشوه، خلکو ويل چې د سړک پر غاړه يو موټر ولاړ و او چاودنه يې کړې ده.))

همدارنګه د پکتيا حوزوي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې له يادې پېښې څخه د دوو ماشومانو په ګډون نهه تنه ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.

ولسمشر غني دغه پېښه په سختو ټکو غندلې ده.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پر ملکي وګړو، تعلیمي او تحصیلي موسسو او عام المنفعه تاسیساتو برید بشري جنایت دی.

ولسمشر غني ويلي: "تروریستان پر خپلو دغه ډول شومو کړنو سره د ودې او هغو ارزښتونو مخنیوی نه شي کولای چې افغانانو د خپل هیواد د پرمختګ، کامیابۍ او ابادۍ لپاره انتخاب کړي دي."

د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا په غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې ده چې د تېرې جمعې په ورځ په کابل کې هم پوهنتون ته څېرمه درنه چاودنه وشوه چې له امله يې ١٣ تنه و وژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.