ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د افغانستان د سولې بهير ټولشموله نه دى”

“د افغانستان د سولې بهير ټولشموله نه دى”

author avatar
21 Jul 2019 - 19:03
“د افغانستان د سولې بهير ټولشموله نه دى”
author avatar
21 Jul 2019 - 19:03

کابل (پژواک،۳۰چنګاښ ۹۸): د ملګرو ملتونو یوې لوړپوړې چارواکې اندېښنه وښوده چې د افغانستان د سولې بهير په هغه کچه چې بايد ټولشموله وي، نه دى.

دغه څرګندونې د دې سازمان د سکرترجنرال مرستيالې امينې محمد چې دوه ورځې مخکې کابل ته راغلې وه، نن د خپل سفر په پاى کې وکړې.

نوموړې زیاته کړه، د افغانستان خلک سوله غواړي او نور تاوتریخوالى نه شي زغملى، خو سوله باید ټول شموله وي. د سولې په پروسه کې ټاکل شوو پلاوو هم خلک اندېښمن کړي دي، چې دوی د افغانستان د خلکو او د ښځو استازيتوب کولی شي که نه؟

هغې وويل، د سولې پروسه هر اړخیره نه ده او په کار ده چې د ښځو شمېر په کې زیات شي.

هغه وايي، نړيواله ټولنه هغه وخت له افغان سولې څخه ملاتړ کوي چې سوله ټول شموله وي.

مېرمن محمد وويل، سوله او ټاکنې دواړه مهمې دي، د افغانستان دولت بايد د دې دواړو ترمنځ تعادل ته پام وکړي، که چېرې له ټاکنو څخه مخکې په سوله ټينګار وشي، سوله به ټولشموله نه وي.

د دې په وينا، افغانستان د ټاکنو د ترسره کولو لپاره پوره چمتووالى لري چې په دې بهير کې بايد د ښځو ګډون پراخ او ټاکنې رڼې ترسره شي.

د ملګرو ملتونو دې لوړپوړې چارواکې په افغانستان کې په مختلفو په ځانګړي ډول د تصميم نيولو په کچه د ښځو پر حضور خوښي وښوده او ويې ويل، د خوښۍ خبره ده چې په افغانستان کې اوسمهال نهه ميليونه نجونې ښوونځي ته ځي.

هغه زياتوي: "نن زه د افغانستان روغتیا، پوهنې، اقتصاد او په نورو ډېرو برخو کې ډېر بدلون وینم او هيله لرم چې همداسې دوام ومومي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.