د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د خوست د څلورو ولسواليو سلګونو ښوونکو کاري اعتصاب پيل کړ

د خوست د څلورو ولسواليو سلګونو ښوونکو کاري اعتصاب پيل کړ

Jul 21, 2019 - 11:40

خوست ښار (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۹۸): د خوست ولايت د څلورو ولسواليو سلګونو ښوونکو د ځمکې د نومرو د نه وېش له امله کاري اعتصاب پيل او له زده کوونکو ازموينه هم نه اخلي.

دا ښوونکي د دې ولايت باک، ځاځي ميدان، صبري او تريزيو علي شېرو ولسواليو پورې تړاو لري او سر له نن څخه ښوونځيو ته نه ځي.

ښوونکي وايي، دغه اقدام يې وروسته له هغه وکړ چې ځينو حکومتي چارواکو او د سيمې اوسېدونکو د مرکز اړوند د صحرا باغ سيمه کې ددغو ولسواليو د ښوونکو د ښارګوټي له جوړولو سره مخالفت څرګند کړ.

د تريزيو عليشېرو ولسوالۍ يو تن ښوونکي نظيف الله په وينا، تر هغه چې حکومت د دوی د سرپنا ستونزه هواره نه کړي، له زده کوونکو ازموينې نه اخلي.

ورته مهال د خوست د پوهنې رييس نصيراحمدروښان پژواک خبري اژانس سره خبرو کې تائيد کړه چې  د يادو څلورو ولسواليو ښوونکو ښوونځي تړلي او له زده کوونکو ازموينه نه اخلي.

هغه زياته کړه، د دې ستونزې د حل په موخه يې له ښوونکو سره خبرې پيل کړې دي او هيله ده چې ډېر ژر يوې موافقې ته سره ورسيږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د خوست د تڼيو او ګربزو ولسواليو ښوونکو هم د يوې راټوليدنې په ترڅ کې د نومرو غوښتنه کوله او د اعتراض په ډول يې د يادو ولسواليو د پوهنې امريتونو دروازې وتړلې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement