د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د هوا له ګرمېدو سره بلخ کې د ناروغو ماشومانو کچه ٣٠ سلنه لوړه شوې

د هوا له ګرمېدو سره بلخ کې د ناروغو ماشومانو کچه ٣٠ سلنه لوړه شوې

Jul 21, 2019 - 16:12

مزارشريف ( پژواک، ۳۰چنګاښ ۹۸) : د بلخ په حوزوي ملکي روغتون کې ډاکټران وايي چې د هوا د حرارت درجې په لوړېدو سره د ناروغو ماشومانو په شمېر کې ۳۰ سلنه زياتوالی راغلی دی.

دوی له کورنيو څخه غواړي، چې خپل ماشومان  د لمر له شعاوو او ګرمۍ څخه لرې وساتي.

د هوا حالاتو راپور له مخې، د چنګاښ په ۳۰مه، مزارشريف ښار کې د تودوخې کچه ۴۴ درجو ته رسېدلې ده.

مزارشريف کې د ملکي روغتون د ماشومانو درملنې څانګې مسوول ډاکټر صبغت الله شرقي زاده پژواک ته وويل، چې د تېرو مياشتو په پرتله په چنګاښ مياشت کې دغه روغتون ته د مراجعه شويو ناروغو ماشومانو په شمېر کې ۳۰ سلنه زياتوالی راغلی دی.

نوموړي زياته کړه، د ناروغيو د زياتوالي تر ټولو لوی دليل د هوا د تودوخې زياتوالی دی.

هغه وايي، ټولټال په چنګاښ مياشت کې د بلخ ملکي روغتون ته شاوخوا (۱۰ زره) ناروغو ماشومانو مراجعه کړې، چې ۳۵۰۰ شاوخوا يې بستر شوي دي.

ياد ډاکټر زياتوي، له يوې مياشتې راهيسې مزارشريف ښار کې د تودوخې درجه په پرله پسې ډول لوړېږي، چې ورسره د ناروغيو کچه هم زياتېږي.

شرقي زاده وويل: (( د ماشومانو د ناروغيو ډېری پېښې موسمي اسهالات دي، چې له ګرمې هوا څخه پيدا کېږي، کله چې هوا ګرمه شي؛ نو د ماشوم د بدن مقاومت کمېږي او يو ډول وايرسونه د اسهالاتو رامنځته کېدو سبب ګرځي)).

هغه زياته کړه، د ناروغو ماشومانو لوړه کچه هغوی تشکيلوي، چې عمرونه يې له پنځه کلونو څخه کم دي.

نوموړي دا هم وويل، چې پر وخت د ناروغو ماشومانو درملنه کېږي او زياتوي، چې يواځې يو فيصد تلفات لري.

دغه ډاکټر وايي، ياده ناروغي د وقايې وړ ده؛ خو ګواښ کوي که کورنۍ ژر تر ژره خپل ناروغ ماشومان روغتون ته راجع نه کړي؛ نو د تلف کېدو امکان يې زياتېږي.

هغه له کورنيو څخه هم غوښتنه وکړه، چې د خپلو ماشومانو جدي مراقبت وکړي او د لمر له شعاوو او ګرمۍ څخه دې يې وژغوري.

د مزارشريف ملکي روغتون کې له ۵۰ کلنې بي بي اسما سره مخ کېږي، چې خپل ناروغ لمسی يې له دهدادي ولسوالۍ څخه د درملنې لپاره راوستی دی.

هغې پژواک ته وويل، چې له تېرو دوه ورځو راهيسې يې پر ۴ کلن لمسي د سينه او بغل او نس ناستي ناروغي لګېدلې ده.

ياده مېرمن زياتوي، چې ډاکټرانو يې لمسی معاينه کړی او ورته ويلي يې دي چې ناروغي يې د ګرمې هوا له امله پېښه شوې ده.

هغه شکايت کوي، چې د مراجعينو زياتوالي له امله ډاکټران ناروغانو ته سمه رسېدنه نه شي کولای.

دغې مېرمنې د روغتون د خدماتو ښه کېدو غوښتنه وکړه او همدا راز يې له ناروغانو سره د ډاکټرانو د سم چلند هيله وکړه.

د چهاربولک ولسوالۍ د تيمورک سيمې اوسېدونکی عبدالرحمان بل تن دی، چې خپل ناروغ ماشوم يې د بلخ حوزوي روغتون ته راوړی دی.

هغه پژواک ته وويل، چې له تېرې ورځې راهيسې يې پنځه کلن ماشوم تبې نيولى او همدا راز اسهالات لري.

نوموړي وويل چې سيمه يې برښنا نه لري او دوی له تودوخې څخه د بچ کېدو لپاره هېڅ ډول اسانتياوو ته لاسرسی نه لري.

د هغه په خبره، د چنګاښ مياشتې له لومړيو څخه يې نږدې د کلي په هر کور کې يو يا دوه ماشومان په همدې ناروغۍ اخته شوي دي.

عبدالرحمان زياته کړه، چې لومړی دغه ناروغي ورته عادي ښکارېده؛ خو په خبره يې چې کله يې د ګاونډي ماشوم د همدې ناروغۍ له امله مړ شو؛ نو دوی هم ژر تر ژره لاس په کار شول.

هغه هم د بلخ ملکي روغتون له مسوولينو څخه د خدماتو ښه کېدو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د بلخ ملکي روغتون خدماتي امر ډاکټر شفيق الله شايق پژواک ته وويل چې وروستۍ مياشت کې دغه روغتون ته د ناروغانو مراجعه لوړې کچې ته رسېدلې ده.

هغه زياتوي، چې ياد روغتون  ته د شمال له پنځو ولايتونو څخه هغه ناروغان هم مراجعه کوي، چې په ولايتي روغتونونو کې يې درملنه شونې نه وي.

نوموړي زياته کړه، د روغتون اداره هر ډول حالاتو ته بشپړ چمتووالی لري او په خبره يې چې د خدماتو وړاندې کېدو برخه کې له هېڅ ډول ستونزې سره مخ نه دي.

ډاکټر شايق هم له کورنيو څخه غوښتنه وکړه، چې خپل ماشومان له تودوخې څخه وژغوري او په خبره يې چې د ناروغيو د نښو په ښکاره کېدو سره يې بايد ژر تر ژره روغتيايي مرکزونو ته راجع کړي.

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement