ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو تر پای ته رسېدو ټولې مقررۍ وځنډول شوې

د ټاکنو تر پای ته رسېدو ټولې مقررۍ وځنډول شوې

author avatar
21 Jul 2019 - 16:59
د ټاکنو تر پای ته رسېدو ټولې مقررۍ وځنډول شوې
author avatar
21 Jul 2019 - 16:59

کابل (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٨): د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د چارو د لا ښه تر سره کېدو، روڼتيا او د وظيفوي مصوونيت په خاطر د ولسمشريزو ټاکنو تر پای ته رسېدو پورې، د دغې ادارې اړوندې ټولې نوې مقررۍ او استخدامونه وځنډول.

د دې ادارې وياند سيد شاه سقيم د چنګاښ په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سيمه‌ييزو ارګانونو د رهبرۍ د پرېکړې په اساس، تر هغه وخته پورې چې ټاکنې پای ته رسېږي، په مرکز، ولايتونو، ولسواليو او ښارواليو کې له لومړي بست نيولې، تر اتم بست پورې هيڅوک نه مقررېږي او که پخوا ځينې کسان شارټ لېسټ شوي وي، يا يې ازموينه هم اخيستل شوې وي، د مقررۍ پاتې چارې به يې د ټاکنو تر سره کېدو وروسته پر مخ يووړل شي.

هغه زياته کړه، د دې پرېکړې په اساس، يواځې د جدي اړتيا، امنيتي ستونزو، اداري فساد او يا د کارکوونکو د بې‌کفايتۍ له امله اړوندې ادارې کولای شي ځينې کسان مقرر او ځينې له دندو ګوښه کړي.

سقيم دغه راز وويل چې د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د عمومي رييس د دويمې امريې په اساس، هېڅ والي، ولسوال، ښاروال او د دغې ادارې نور کارکوونکي نه شي کولای د ولسمشريزو ټاکنو په چارو کې مداخله وکړي.

د هغه په وينا، دغه امرييه چې د ولسمشر د ۴/۵/۱۳۹۸ نېټې د اووم فرمان د لا ښه تطبيق په موخه ورکول شوې، په اساس يې د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې کارکوونکي په ټاکنيزو چارو کې له هر ډول لاسوهنې او د نوماندانو په ګټه يا زيان له فعاليتونو څخه راګرځول شوي دي.

سقيم وايي، پر دې سربېره د ټولو ولايتونو واليان مکلف دي چې په اړوندو ولايتونو کې ټاکنيزې چارې له نږدې وڅاري او ډاډ تر لاسه کړي چې حکومتي کارکوونکي په دغه پروسه کې مداخله و نه کوي.

د سيمه‌ييزو ارګانونو د عمومي رييس د امريې په اساس، واليانو او ولسوالانو ته دنده سپارل شوې چې د ټاکنو په اړه د خلکو د پوهاوي، په ټاکنو کې د خلکو د برخې اخيستنې په پار د هغوی په هڅولو او د ټاکنيزو دفترونو او پروسو د امنيت په ټينګښت کې رغنده رول ولوبوي.

هغه زياته کړه، د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې يوه کمېټه ټاکلې چې د ولايتونو په کچه به ټولې چارې له نږدې څاري او د ستونزو او ننګونو د پېښېدو پر مهال به د ادارې رهبري ته خبر ورکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.