ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچینې: په فراه کې کومانډو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

سرچینې: په فراه کې کومانډو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
21 Jul 2019 - 17:38
سرچینې: په فراه کې کومانډو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
21 Jul 2019 - 17:38

فراه (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٨): په فراه ولایت کې د وسله والو مخالفینو په برید کې دولتي ځواکونو ته درانه تلفات اوښتي او لږ تر لږه اووه هاموې ټانکونه یې هم تخریب شوي دي.

د کومانډو سرتېرو یو کاروان تېره شپه له کندهار ولایت څخه فراه او هرات ته روان و چې د فراه د بالابلوک ولسوالۍ د چکاب او توت په کليو کې پرې طالبانو برید وکړ.

یوه عیني شاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، ده لیدلي چې په دې پېښه کې د فراه ــ کندهار د لویې لارې اړوند د توت او چکاب کنډک د قوماندان په ګډون پنځه کومانډو سرتېري وژل شوي او یوولس نور ټپیان وو.   

سرچینې زیاته کړه، ددې پېښې د ټپیانو او قربانیانو یو شمېر جسدونه په الوتکو کې هرات ته انتقال شول چې د یو شمېر ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

هغه وویل، طالبانو په څو سیمو کې پر یاد کاروان برید کړی و او ښايي د دولتي سرتېرو تلفات تر هغه ډېر وي چې ده په یوه سیمه کې لیدلي.

دغه راز د حیات الله په نوم یوه امنیتي سرتېري چې په یاد کاروان کې موجود و له جزيیاتو پرته وویل، په یاد برید کې کومانډو سرتېرو ته پر اوښتو تلفاتو سربېره ددغو سرتېرو اووه هاموې ټانکونه د ماینونو په چادونو کې تخریب شوي، د امنیتي سرتېرو یو کرین او دوه کوماز موټر د طالبانو لاس ته روغلي دي.

د فراه امنیتي مقامونه په دې اړه جزيیاتو ورکولوته حاضر نه شول خو طالبان وايي چې د دولتي سرتېرو پر کاروان د دوی د بریدونو او ماین چاودنو له امله امنیتي سرتېرو ته درانه تلفات اوښتي او لس هاموې ټانګونه یې هم تخریب شوي دي.

طالبانو ادعا کړې چې د دولتي سرتېرو څو ټانکونه او موټر هم ددوی لاس ته ورغلي دي.                                                                     

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.