د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مزار ښار کې په لومړي ځل تېره شپه مخابراتي شبکو خپل فعاليتونه بند کړي وو

مزار ښار کې په لومړي ځل تېره شپه مخابراتي شبکو خپل فعاليتونه بند کړي وو

Jul 21, 2019 - 17:22

مزارشريف ( پژواک، ۳۰چنګاښ ۹۸): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې په لومړي ځل تېره شپه مخابراتي شبکو خپل فعاليتونه بند کړي وو.

مزارشريف کې د يادو شبکو مسوولين په رسمي ډول رسنيو سره خبرې نه کوي؛ خو يوې معتبرې سرچينې پژواک ته وويل، چې د طالبانو له ګواښ وروسته مخابراتي شبکو د چنګاښ مياشتې د ۲۹مې ورځې په ماښام مزار ښار کې خپل خدمات تر سهاره پورې ځنډولي وو.

د چنګاښ مياشتې په ۳۰مه، بلخ ولايت مقام، د بلخ امنيه قوماندان، ولايتي شورا رييس او مخابراتي شبکو استازو بېړنۍ ناسته وکړه.

د ولايت مقام مطبوعاتي مسوول منير احمد فرهاد پژواک ته وويل، چې تېره شپه د مخابراتي شبکو د خدماتو ځنډولو موضوع د بلخ د سيمه ييزې ادارې د بدنامۍ لپاره جوړه شوې دسيسه وه.

نوموړي د هغه چا نوم نه اخلي، چې په وينا يې دا دسيسه يې جوړه کړې؛ خو زياتوي، چې د مخابراتي شبکو دغه ګام د حکومت له مخالفينو سره په همغږۍ پورته کړی دی.

فرهاد زياتوي، چې مزارشريف ښار کې هېڅ ډول ګواښ يادو شبکو ته راجع نه و.

د مزارشريف اوسېدونکي احمد خالد پژواک ته وويل، چې سيمه ييز چارواکي بايد د تېرې شپې د پېښې عوامل معلوم کړي.

نوموړی زياتوي، که د مزارشريف حالت دومره خراب وي، چې مخابراتي شبکې په کې خپل خدمات بندوي؛ نو چارواکي بايد خلکو ته ووايي، چې دوی خپل غم وخوري.

هغه د بلخ سيمه ييز چارواکي تورن کړل، چې د خلکو د فزيکي او رواني امنيت په ساتلو کې پاتې راغلي دي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس افضل حديد هم د مخابراتي شبکو ياد اقدام د بلخ د خلکو پر وړاندې دسيسه وبلله.

هغه د چا نوم نه اخلي خو وايي، چې يو شمېر کړۍ هڅه کوي؛ څو د بلخ امنيت له ګواښ سره مخ کړي. د حديد په خبره که مخابراتي شبکې يو ځل بيا په مزارشريف ښار کې د سيمه ييزو چارواکو له په جريان کې کولو پرته ورته کار وکړي؛ نو دوی به يې پر وړاندې غلي پاتې نه شي.

نوموړي د بلخ له سيمه ييزې ادارې وغوښتل، چې د ښار د ټولنيز امنيت مختل کېدو په خاطر دې له مخابراتي شبکو سره قانوني چلند وکړي.

په ورته مهال د بلخ امنيه قوماندان سمونوال اجمل فايز هم وايي، چې د چنګاښ ۳۰ ورځې تر پايه يې مخابراتي شبکو ته وخت ورکړی، چې تېره شپه د خپلو فعاليتونو د قطع کېدو عوامل دوی ته په ګوته کړي.

هغه زياته کړه، که د مخابراتي شبکو دلايل قانوني نه وو؛ نو دوی به يې عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په مزارشريف کې تېره شپه مخابراتي شبکې د دوی په امر د محدود وخت لپاره بندې شوې وې.

هغه زياته کړه چې داسې راپورونه يې ترلاسه کړي وو چې امريکايي او افغان ځواکونه د مخابراتي شبکو له زيګنالونو څخه په استفادې غواړي عمليات وکړي، نو ځکه د يادو شبکو له مسوولينو څخه يې د مخابراتي خدماتو بندولو غوښتنه کړې وه.

د ده په خبره، ياد بنديز د محدود وخت لپاره و.

د يادونې ده چې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې د بلخ په پنځو ولسواليو کې د طالبانو د ګواښ له امله د شپې له خوا مخابراتي خدمات قطع دي. 

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement