ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“مېک” په اوږده ځنډ سره د بهرنيو چارو وزارت کې د څېړنې راپور خپوروي

“مېک” په اوږده ځنډ سره د بهرنيو چارو وزارت کې د څېړنې راپور خپوروي

author avatar
21 Jul 2019 - 17:09
“مېک” په اوږده ځنډ سره د بهرنيو چارو وزارت کې د څېړنې راپور خپوروي
author avatar
21 Jul 2019 - 17:09

کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۹۸): مېک وايي، د بهرنيو چارو وزارت کې د ګومارنو په اړه راپور يې ځکه ډېر وځنډېد چې پژواک يې خام مواد په يو راپور کې وکارول، خو اوس په دې اړه راپورله بيا څېړنې وروسته د زمري په لسمه خپروي.

د اداري فساد پر وړاندې مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکې کمېټې (MEC) د دارلانشاء مشر ميوند روحاني نن کابل کې په يوه خبري ناسته کې د پژواک خبري اژانس خبريال د پوښتنې په ځواب کې چې ولې د بهرنيو چارو وزارت په اړه د يادې کمېټې راپور ډېر وځنډ؟ وويل :"په هغه کې ځينې ستونزې راووتې؛ يوه ستونزه دا وه چې پژواک زموږ خام مواد نشر کړل، نو اوس موږ پر هغو خامو موادو باندې چې هغه د تحقيق يوه پروسه وه، دغه پروسه بيا له سره راونيوله"

دی وايي:"دغه پروسه مو ځکه بيا له سره را پيل کړه چې اوس له خلکو سره خام مواد دي، چې د تاييد لپاره يې بايد پاخه مواد ورکړو."

هغه وويل:"بل ځنډ دا وه چې موږ په مېک کې درې نوع راپورونه لرو، دا چې يو وزارت په بشپړ ډول ګورو، دويم د وزارت خاص ډيپارتمنټونه (څانګې) ګورو او درېيم هغه چې انکيوري ده؛ انکيوري موږ هغه راپور ته وايو، چې په يوه خاصه برخه کې فساد پيدا کوو، هغه شخص چې فساد يې کړى پيدا کوو، يعنې مسوول کسان يې؛ په دې برخه کې ډېر احتياط کوو، ځکه چې بعضې داسې وي چې حتی څارنوالۍ د هغې د تعقيب وظيفه اخلي، نو د بهرنيو چارو راپور زموږ دغسې مسايل لري."

د روحاني په وينا، په دغه وزارت کې د ګومارنې په اړه د دوی څېړنه د ۲۰۱۹ ميلادي کال په جنورۍ مياشت کې بشپړه شوې او په راپور به يې روان کال د اګست مياشتې په لومړۍ نېټه (د روان کال د زمري په لسمه) خپور شي.

د پژواک د موندنو له مخې، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکې ګډې کمېټې، په بهرنيو چارو وزارت کې د ٢٠١٧ ميلادي کال له سپټمبر نه تر نوامبر او د ٢٠١٨ ميلادي کال له مارچ نه تر اپرېل پورې څېړنه کړې ده.

پژواک خبري اژانس تېر کال د تلې په ١١مه د مېک د يادې څېړنې د معلوماتو پر بنسټ يو راپور خپور کړ.

 راپور ښيي چې په بهر کې د هېواد د سياسي استازوليو نږدې نيمايي کارکوونکي چې د ځينو په ګومارنه کې يې قانون هم تر پښو لاندې شوى، د پنځو ولايتونو اړوند دي او د نفوس په پرتله په کې ډېره ونډه پنجشېر لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.