د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

نړیوال بانک: د افغانستان اقتصادي وده له جدي ننګونو سره مخ ده

نړیوال بانک: د افغانستان اقتصادي وده له جدي ننګونو سره مخ ده

Jul 21, 2019 - 11:35

کابل  (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٨) : د نړيوال بانک له خوا د افغانستان د اقتصادي حالت په اړه نوی خپور شوی راپور ښيي چې د افغانستان اقتصاد په ۲۰۱۸ کال کې، په اقتصادي پاليسيو کې پر اصلاحاتو سربېره، نږدې دوه سلنه وده لرله چې له دې سره به بېوزلي لاپسې زیاته شي او د ژوند شرايط به نور هم ستونزمن شي.

دغه شپږمياشتنی راپور چې نن د چنګاښ په ٣٠مه، خپور شوى او يوه کاپي يې په کابل کې د نړيوال بانک دفتر له خوا پژواک اژانس ته رالېږل شوې، په کې راغلي چې د افغانستان پر اقتصادي ودې د جګړې، وچکالۍ او ناڅرګند سياسي وضعيت ګډې اغېزې چې له امله يې افغانستان په سوېلي اسيا کې تر هر بل هېواد لږه اقتصادي وده موندلې، په ډاګه کوي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک رییس هینري کرالي وایي: "افغانستان له وچکالۍ سربېره ډېرېدونکې ناامنۍ، ټاکنو پورې تړلي مبهم سياسي وضعيت او په امنيتي مرستو کې احتمالي کموالي جدي ننګونې سره مخ دی. له دغو جټکو هره يوه د ودې پر وړاندې قوي خنډونه جوړوي، او افغانستان له دې ټولو جټکو سره په يو وار مخ دی."

په ياد راپور کې راغلي، په افغانستان کې لا اقتصادي مديريت پياوړی دی. د دولت پاليسيو په انفلاسيون کمولو، عوايدو راټولولو او خورا کم بوديجوي کسر په ساتنه کې مرسته کړې.

د دې راپور له مخې، پڅه اقتصادي وده د دولت د پاليسيو د خرابېدو له امله نه، بلکې د منفي جټکو له امله رامنځته شوې. حقيقت دا دی چې دولت په دغو سختو شرايطو کې د ډېرو معيارونو له مخې د پاليسيو په اصلاحاتو کې منظم پرمختګ کړی.

راپور وايي چې د دولت عوايد په ۲۰۱۸ کال کې ۱۹۰ ميليارده افغانيو ته لوړ شول،‌ چې د ۲۰۱۷ کال په پرتله ۷ سلنه لوړوالی ښيي، دا په داسې حال کې ده چې د بوديجې مصرف هم تر پخوا ډېرو لوړو کچو ته ورسېد. دولت په ۲۰۱۸ کال کې ۹۲ سلنه ملي بوديجه لګولې وه.

سرچينې زياته کړې، که پياوړی اقتصادي مديريت همداسې دوام ومومي، نړيوال بانک په راتلونکو کلونو کې په اقتصادي وده کې د پرمختګونو وړاندوينه کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، اټکل کېږي چې د هوا د حالاتو له ښه والي او ټاکنو پورې تړلو سياسي ستونزو له هواريدو سره به اقتصادي وده په ۲۰۲۰ کال کې ۳.۲ او په ۲۰۲۱ کې ۳.۵ سلنه لوړه شي.

راپور کاږي، په اوږده مهال کې ډېرې چټکې ودې ته اړتيا ده چې د بېوزلۍ په اوسنۍ لوړه کچه کې د پام وړ ټيټوالی راولي. د دې راپور له مخې، د ډېرې چټکې ودې امکانات شتون لري، خو رامنځته کېدل يې ځانګړو شرايطو ته اړتيا لري.

په افغانستان کې د نړیوال بانک رییس هینري کرالي زياته کړې: "دولت بايد ډېر کار وکړي چې د سوداګرۍ چاپېريال ښه کړي، د ټاکنو پروسه پرته له خنډه پلې کړي او په را روانو سختو مياشتو کې د اداري فساد او کمو شويو مالي سرچينو د خراب مديريت مخنيوی وکړي. نړيواله ټولنه هم د خصوصي سکتور او ودې د تقويې په برخه کې يو حياتي نقش لوبولای شي، هغه داسې چې د امنيت او پراختيايي چارو لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او يقيني کړي چې دا مرستې د دولت له پلانونو سره ډېرې همغږې او تړلې دي."

دغه راپور څرګندوي چې له طالبانو سره هر راز سياسي جوړجاړی به مهمې اقتصادي ګټې ولري ځکه چې له دې سره به د باور فضا رامنځته شي او په بهر کې مېشت افغانان به وهڅوي چې له خپلو پانګو او تخصصي مهارتونو سره افغانستان ته راستانه شي.   

کرالي زياته کړه: "که هر څه پېښ شي، چټکه وده به يوازې هغه وخت شونې وي چې امنيت ښه شي او دولت د خصوصي سکتور ودې ته ژمن وي، داسې چې د پانګوالو حقونو ته درناوی ولري او د افغانستان هغه لاسته راوړنې، چې په تېرو شاوخوا دوو لسيزو کې يې د پياوړو او بې پرې دولتي بنسټونو د رامنځته کېدو لپاره کړي، وساتي."

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement