ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په ننګرهار کې د طالبانو يو قوماندان وژل شوى”

“په ننګرهار کې د طالبانو يو قوماندان وژل شوى”

author avatar
21 Jul 2019 - 17:03
“په ننګرهار کې د طالبانو يو قوماندان وژل شوى”
author avatar
21 Jul 2019 - 17:03

جلال اباد(پژواک، ۳۰ چنګاښ ۹۸):د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د دغه ولايت سره رود ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د يو قوماندان په ګډون دوه وسله وال وژلي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د چنګاښ په ۳۰مه پژواک اژانس ته وويل، د صفر دوه قطعې په نوم د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د سره رود ولسوالۍ اړوند چمتلې سيمه کې شپني عمليات ترسره کړي دي.

دی وايي، په دغو عملياتو کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور تنه نور وسله والو طالبانو سره د اړيکو په تور نيول شوي دي.

د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، ځانګړو ځواکونو د وسله والو طالبانو دوه ميله کلاشينکوفونه، څلور شاژورونه، يو تومانچه، يوه پرتله او يوه ايکم مخابره هم ترلاسه کړي دي.

بلخوا د ملي امنيت د صفر دوه قطعې ځانګړو ځواکونو له لوري پژواک ته راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په وژل شويو کسانو کې د نور رحمن په نوم يو قوماندان چې په عبيده مشهور و هم شامل دى  .

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، وژل شويو کسانو کې جلال اباد ښار کې د طالبانو د چاودنو د پلان او عملي کولو مسوول قاري خالد او د قوماندان ګل انعام په نوم يو بل طالب قوماندان چې په خوږياڼو او سره رود ولسواليو کې يې دولت ضد فعاليتونه کول، شامل دي.

خبرپاڼه کې ډاډ ورکړل شوی چې په دغو عملياتو کې ملکي وګړو او عمليات کوونکو ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې عملياتو کې ملکي وګړي وژل شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.