د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​د کرکټ الف لوبډلې په دويمه يوه ورځنۍ لوبه کې هم بنګله دېش ته ماتې ورکړه

​د کرکټ الف لوبډلې په دويمه يوه ورځنۍ لوبه کې هم بنګله دېش ته ماتې ورکړه

Jul 21, 2019 - 16:57

کابل (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٨) : د افغانستان کرکټ الف لوبډلې په دويمه يوه ورځنۍ لوبه کې هم بنګله دېش ته ماتې ورکړه.

دا لوبه ، چې نن د بنګله دېش په چټوګرام ښار کې ترسره شوه، پچه يې افغانستان وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د بنګله دېش لوبډلې د لومړۍ لوبې په پرتله ښه توپوهنه وکړه او په ټاکل شويو ٥٠ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو يې ٢٧٢ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ٢٧٣ منډو هدف ورکړ.

د ا فغانستان الف لوبډلې له لوري فضل نيازي او کريم جنت درې، درې ، شريف الدين اشرف او سيد شېرزاد يو- يو لوبغاړى وسوځول.

د کرکټ  الف لوبډلې ياد هدف په پنځوسم اوور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.

د افغانستان له لوري ابراهيم ځدراڼ يو ځل بيا په زړه پورې لوبه وکړه او ١٢٧ منډې يې جوړې کړې، هغه د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

دغه راز شرف الدين اشرف ٣٦، عثمان غني ٢٦، کريم جنت ٢٤، رحمان الله ګربز ٢١  او فضل نيازي ١٥ منډې جوړې کړې.

تر دې مخکې افغانستان په لومړۍ يوه ورځنۍ لوبه او له هغې وروسته په څلور ورځنۍ ټسټ لوبه کې هم بنګله دېش ته ماتې ورکړې وه.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement