ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​نا امنیو د بغلان –بامیان ترمنځ د سړک جوړولو چارې ټکنۍ کړي

​نا امنیو د بغلان –بامیان ترمنځ د سړک جوړولو چارې ټکنۍ کړي

author avatar
21 Jul 2019 - 16:54
​نا امنیو د بغلان –بامیان ترمنځ د سړک جوړولو چارې ټکنۍ کړي
author avatar
21 Jul 2019 - 16:54

پلخمری (پژواک،۳۰ چنګاښ ۹۸): نا امنیو د بغلان –بامیان ترمنځ د ١٥٤ کيلو متره سړک د جوړولو چارې ټکنۍ کړي او امکان لري چې په ټاکلي وخت يې چارې بشپړې نه شي.

دغه سړک د بغلان له دوشي ولسوالۍ څخه پيليږي او د باميانو ولايت تر مرکزه پورې ادامه لري.

د دغه سړک د جوړېدو  چارې شاوخوا يو نيم کال وړاندې د ١٧٢ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت پيل شوې او ټاکل شوې وه چې د راتلوونکي ميلادي کال تر دويمې مياشتې يې چارې بشپړې شي، خو تر اوسه ډېر کم کار مخ ته تللى دى.

په دې اړه له یادې پروژې څخه د څار برخې مسوول انجنیر محمد احمدي د چنګاښ په ۳۰ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د نا امنيو له امله تر اوسه د ياد سړک يواځې د لومړۍ برخې شل سلنه کارونه هم نه دي ترسره شوي.

هغه زياته کړه: ((په تېرو يو نيم کال کې د جنګونو له امله د لومړۍ برخې چې ٢٤ کيلو متره کېږي، يواځې شل سلنه کارونه هم نه دي ترسره شوي.))

د نوموړي په وينا، ددې ستونزې د حل په موخه د فوايد عامې وزارت چارواکي هڅه کوي، ترڅو د نړيوال بانک له مسوولينو سره د خبرو له لارې د دغې پروژې د کار موده اوږده کړي.

ده زياته کړه:((طالبان په مستقيم ډول ددې پروژې د کار مخه نيسي، دوى له حکومت سره جګړه کوي او د سړک کار پاتې کيږي.))

په ورته وخت کې د دوشي ولسوال صاحب داد غفوري پژواک ته وويل چې دا يوه ډېره حياتي پروژه ده بايد له مخې ټول خنډونه لرې کړاى شي.

د ولسوال د معلوماتو له مخې، دغه سړک د سالنګ لویې لارې ښه بدیل کېدای شي او له بل پلوه د تاله برفک ولسوالۍ څخه د ډبرو سکرو کان د استخراج په برخه کې هم  مثبت رول لوبولای شي.

غفوري د سيمې له خلکو غوښتنه وکړه چې د سړک د امنيت په ټينګښت کې له حکومت سره مرسته وکړي.

همدارنګه د پلخمري- تاله برفک ولسوالي لويې لارې يو تن موټر چلوونکي فیروز پژواک ته وويل چې اوس دوى پر دغه لار شپږ ساعته سفر کوي، خو که ياد سړک جوړ شي نو دغه مزل به يو ساعت ته راښکته کيږي.

ده زياته کړه: ((که سړک جوړ شي نو هم به خلکو اسوده وي او هم  به موږ.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.