کابل (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٨) : د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان (اسلامي کنفرانس) افغانستان کې د تاوتريخوالي پر زياتېدو اندېښنه ښودلې ده.
د سعودي عربستان په جده ښار کې ددغه کنفرانس له مقر څخه دچنګاښ په ٣٠مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ددې سازمان سکرتر جنرال ډاکټر يوسف العثيمين ويلي چې د افغانستان په وروستيو ځانمرګو بريدونو او نورو امنيتي پېښو کې ملکي وګړو ته ډېره مرګ ژوبل اوښتې ده.
نوموړي د تاوتريخوالي پر زياتېدو د ژورې اندېښنې څرګندولو ترڅنګ غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې دا تاوتريخوالى کم کړاى شي.
د اسلامي کنفرانس سکرتر جنرال له ټولو افغان اړخونو غوښتي چې خپلې ټولې هڅې د سولې لپاره په کار واچوي .
د هغه په وينا، د سولې دا هڅې بايد د افغانانو په مشرۍ او مالکيت ترسره شي، چې د تېرې روژې مياشتې د اسلامي کنفرانس سرمشريزې غونډې کې يې هم ملاتړ شوى دى.
ډاکتر عثيمين دغه راز ويلي چې تېر کال په مکه کې د نړۍ د علماوو په غونډه کې د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ شوى و.
نوموړي د افغانستان د وروستيو پېښو قربانيانو ته دعا کړې ده.
د يادونې ده چې په دې وروستيوکې په کابل او ځينو ولايتونو کې د نا امنيو او تاوتريخوالي پېښې زياتې شوې چې ډېرى قربانيان يې ملکي وګړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن