ترينکوټ (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۹۸): د اروزګان امنيتي چارواکي وايي، پوليسو د يوه کمين پر مهال هغه طالبان وژلي چې پر لويه لاره به يې له مسافرو څخه د باج په نوم پيسې او نور توکي اخيستل.
امنيتي مسوولینود وژل شوو طالبانو جسدونه هم رسنيو ته وښودل.
د اروزګان امنيه قوماندان سمونوال خطاب خنجري وايي، تېره ورځ سهار د يادې قوماندانۍ اړوند د لويې لارې ساتنې کنډک پولیسو د ګرم اب په سیمه کې د يوه کمین پرمهال دوه هغه طالبان ووژل،چې دغلته به يې د لویې لارې پرسر پاټک اچولی و او له مسافرو څخه به يې باج اخيسته.
خنجري وايي، دغه طالبان تر هغه وروسته د پولیسو له خوا ووژل شول چې سهار وخته د پاټک اچولو لپاره سيمې ته ورغلي وو.
د اروزګان امنیه قوماندان وايي، دغه عملیات یې د خلکو د پرله پسې غوښتنو له امله ترسره کړي چې عام خلک ياده سیمه کې د وسله والو طالبانو سره په سختو ستونزو کې وو.
د نوموړي په وینا، اوس مهال افغان ځواک پیاوړى شوى او د ولایت په هره سیمه کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په برخه کې مخکښ رول لري.
د يو بل خبر له مخې، د ملي امنيت لوى رياست وايي چې په کونړ ولايت کې يې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د طالبانو ديوې ٢٠ کسيزې ډلې قوماندان وژلى دى.
د ياد رياست له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا عمليات ددانګام ولسوالۍ په سور دره سيمه کې ترسر ه شوي دي.
سرچينې زياته کړې، په عملياتو کې د کرامت په نامه د طالبانو قوماندان وژل شوى او څلور تنه نور کسان ژوندي نيول شوي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو ترا وسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن