کابل (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٨): د ۶۳۱ میلیون امریکایي ډالرو په لګښت بدخشان ولایت ته د برېښنا رسونې پروژې تړون د مالیې وزارت او اغاخان بنسټ ترمنځ لاسلیک شو.
دغه تړون نن د ماليې وزارت سرپرست همايون قيومي او د اغاخان پراختيايي بنسټ د اجراييوي رييس لطاف کاسم ترمنځ په کابل کې لاسليک شو.
د مالیې وزارت سرپرست د قرارداد لاسلیکولو په اړه وویل:" د عامه او خصوصي مشارکت له لارې خصوصي پانګونه او د انرژۍ په برخه کې خپلواکي د حکومت پالیسي او موخه ده. بدخشان ولایت ته د برېښنا رسونې په پروژه کې د لېږد کرښې جوړښت، د تولید او وېش شبکې او د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د اوبو برېښنا پراخول شامل دي."
نوموړي زیاته کړه چې په ټولیزه توګه دغه پروژه کې د ۹۱ میګاواټه برېښنا تولید، د ۱۱۰ کلیو ولټه برېښنا لېږدولو کرښه او د بدخشان ولایت ټولو ولسوالیو ته د برېښنا وېشل شامل دي، چې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې پلي کېږي.
دغه راز د اغاخان بنسټ اجرايیوي بورډ ريیس وویل: " موږ ته دغه قرارداد ډېر ارزښتمند دی، بدخشان ولایت ته د برېښنا رسونې پروژې پلي کول، د دغه ولایت د خلکو اړتیاوو پوره کولو ترڅنګ په نورو بنسټیزو سکتورونو هم اغېز لري. موږ غواړو د افغانستان له حکومت سره په ګډه دغه پروژه پلې کړو. "
د یادونې ده چې د دې پروژې د قرارداد موده ۳۰ کاله ده او په څو پړاوونو کې به پلې شي او هر پړاو یې اووه کاله وخت نیسي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن