لښکرګاه-غزني (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٨): حکومتي مسوولين ادعا کوي چې په هلمند او غزني ولايتونو کې ٥٨ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
د هلمند امنيه قوماندان سمونيار حسام الدين هلمندي د چنګاښ په ٣١مه په مرکز لښکرګاه کې خبريالانو ته وويل چې له تېرو پنځو ورځو راهيسې په مارجې ولسوالۍ کې عمليات روان دي.
هغه وايي چې د دغو عملياتو پرمهال د يو شمېر بهرنيو وسله والو په ګډون ٥٠ وسله وال طالبان وژل شوي او ٢٠ نور يې ټپيان شوي دي.
ده زياته کړه چې د همدې عملياتو په لړ کې د طالبانو يو شمېر پټنځايونه له منځه وړل شوي او د مارجې-لښکرګاه لويه لار هم د ترافيکو پرمخ پرانيستل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د مارجې-لښکرګاه لويه لار له تېرو څلورو کلونو راهيسې د ترافيکو پرمخ تړل شوې وه.
قوماندان وايي چې د خلکو په همکارۍ يې هلې ځلې پيل کړي ترڅو دغه سيمه په بشپړه توګه د طالبانو له شتون څخه پاک کړي.
بل لورته د لښکرګاه ښار اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل چې د مارجې ولسوالۍ د لويې لارې د بېرته خلاصېدو په اړه ده هم اورېدلي دي.
هغه وايي: ((پر دغه لار اوس مهال يواځې امنيتي ځواکونه تګ راتګ کولاى شي د عامو خلکو لپاره تر اوسه نه ده خلاصه شوې.))
خو د هلمند امنيه قوماندان بيا وايي، امنيتي ځواکونه کوښښ کوي ترڅو هرڅه ژر پر ياده لار امنيتي پوستې جوړې کړي.
خو بل لورته د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي چې پرون طالبانو په مارجې ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو بريدونه په شا تمبولي دي.
هغه وايي چې د طالبانو په ځوابي ډزو کې شپږو حکومتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او دوه ټانکونه يې په ماينونو الوځول شوي دي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، په غزني کې هم طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن