ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: که په ميدان وردګو کې د ملکي تلفاتو مخنيوى ونه شي له دولت سره پرېکون کوو

خلک: که په ميدان وردګو کې د ملکي تلفاتو مخنيوى ونه شي له دولت سره پرېکون کوو

author avatar
22 Jul 2019 - 16:15
خلک: که په ميدان وردګو کې د ملکي تلفاتو مخنيوى ونه شي له دولت سره پرېکون کوو
author avatar
22 Jul 2019 - 16:15

کابل (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٨): د میدان وردګو ولایت یو شمېر اوسېدونکي ګواښ کوي چې که په دغه ولایت کې د ملکي خلکو د وژلو لړۍ ژر ونه درول شي، له دولت سره به پرېکون وکړي او لويې لارې به د ترافيکو پرمخ وتړي.

د میدان وردګو ولایت لسګونو اوسېدونکو او زیانمنو شویو کسانو نن په داسې حال کې کابل کې اعتراضيه غونډه وکړه چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د دولتي ځواکونو په بريدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

منصور عاصم چې د نورو په استازيتوب يې خبرې کولې، وويل چې  په دې وروستیو څو میاشتو کې په دغه ولايت کې نږدې هر ورځ په شپنیو عملیاتو، چاپو او بمباریو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي او نور یې زغم د خلکو له وس وتلی دی.

هغه زياته کړه:" سیمه ییز چارواکي دې د وحشت د توجیه کولو او د حقیقت د تحریفولو هڅه نه کوی، زموږ ښځو ماشومانو او نورو بې ګناه شهیدانو ته دې طالب او طالب قوماندان او ترهګر نه وایي."

ده پر وسله والو طالبانو هم غږ وکړ چې له کلیو او بانډو دې جګړه وباسي، ترڅو خلک په ارامۍ ژوند وکړي.

د میدان وردګو د ولایتي شورا ريیس اختر محمد طاهري په نننۍ غونډه کې وویل چې د دغه ولايت  هر کور او هر کلى د جګړو او چاپو د وحشتونو نښې لري او خلک نور له ژونده ستړي شوي دي.

ده زیاته کړه، نور خلک د روغتونونو او ښوونځي جوړولو په فکر کې دي، خو د میدان وردګو ولایت اوسېدنکې د جګړو د قربانيانو د وير پر ټغر ناست دي.

هغه وايي، دوى څو ځله په ميدان وردګو کې له  شپنیو عملیاتو او چاپو، حکومتي چارواکو او ان ولسمشرۍ ماڼۍ او امنیت شورا ته شکایت کړى، خو نه یوازې دا چې مخه یې نه ده نیول شوې، بلکې ورځ تر بلې دا "وحشت" زیات شوی دی.

په نننۍ غونډه کې د جګړې د قربانيانو نږدې کسانو هم خبرې وکړې.

د ياد ولايت د جلریز ولسوالۍ په شپنیو عملیاتو کې د یوه وژل شوي تن ورور عبدالمتین وویل چې پنځه ورځې مخکې صفر يو قطعې دده د وررو پر کور چاپه ووهله او د ده ورور يې وواژه. 

ده زیاته کړه:" وروسته د وژلو یې مړی له ځان سره وړی و، مازدیګر زنګ راغى چې راشئ د امنیت روغتون څخه مو مړی دروړئ."

ده همدارنګه وویل: "حکومت تل وایي چې طالبان صحرایي محکمې کوي ایا زما د ورور وژل په خپل کور کې صحرایي محکمه نه ده، که چېرې طالب و، نو نيولى به مو و او قانون به مو پرې پلى کړى و، تاسو په څه ګناه زما ورور په خپل کور کې وواژه؟"

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.