کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۹۸): د ملګرو ملتونو د بشر د مېشت کېدنې ادارې اجرايیه رییسه وایي چې دغه اداره له افغان حکومت سره «ښار د ټولو لپاره» پروګرامونو، د ملکیتونو د ثبت او سروې او غیرپلاني کورونو ته د ملکیت د سند د وېش په برخه کې مرسته کوي.
دملګرو ملتونو د بشر دمېشت کېدنې ادارې اجرايیه رییسې میمونې محمد شریف (Maimuanh Mohammad sharif) نن کابل ته د خپل سفر پر څلورمه او وروستۍ ورځ خبریالانو ته وویل، خوشحاله ده چې لومړی ځل یې افغانستان ته سفر کړی او د ستراتېژیکو همکاریو په اړه یې له افغان حکومت او خلکو سره خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړه، د ملګرو ملتونو د بشر د مېشت کېدو اداره چې له افغان حکومت او خلکو سره د ټولنیزې او فزیکي بیارغونې په برخه کې مرسته کوي له څه باندې دوو لسیزو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي.
هغې وویل، د خپل سفر په جریان کې یې له ولسمشر غني او یو شمېر نورو افغان چارواکو سره کتلي او په دې لیدنو کې یې د ښاري ژوند د ستراتېژيک ارزښت، کاري فرصتونو د رامنځته کېدو، ارامۍ، پراختیا او سولې د مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
نوموړې غیرپلاني ښارجوړونه او ښاري ژوند په نړۍ کې د پام وړ ستونزه وبلله او ویې ویل، په یادو لیدنو کې یې له افغان چارواکو سره په دې تړاو هم خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړه: ((د ملګرو ملتونو د بشري مېشت کېدنې اداره د ځمکې په برخه کې افغان حکومت له اصلاحاتو په ځانګړې توګه د غیرپلاني ملیکتونو د ثبت او راجستر، داخلي بېځایه شوو او هغو کډوالو ته چې له بهرنیو هېوادونو راستانه شوي د دولتي ځمکو د بېلولو ملاتړ کوي.))
هغې وويل، د ملګرو ملتونو د بشر د مېشت کېدو اداره په کلیدي پروګرامونو لکه «ښار د ټولو لپاره» د افغانستان په دوولسو ښارونو کې د ملکیتونو ثبت او سروې او غیرپلاني کورونو ته د ملکیت د سندونو وېش برخه کې تخنیکي مرسته کوي.
هغه زیاته کړه: ((تېره شنبې مې په هغو مراسمو کې د ګډون ویاړ درلود چې ولسمشر په کې خلکو ته د ملکیت سند وېشلو، له دغه نوښت څخه مننه کوم، ډېرۍ کورنۍ او ښځې به د ملکیت سند ولري او ملکیت یې خوندي کېږي.))
نوموړې زیاته کړه، د ملګرو ملتونو د بشریت د مېشت کېدو اداره داخلي بېځایه شوو او د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د ځمکې د پېژندنې او بېلولو په برخه کې له افغان حکومت سره کار کوي.
هغې وویل، دغه اداره تیاره ده چې د همکارۍ رول ولوبوي، په ځانګړې توګه په تخنیکي موضوعاتو کې څو د تل پاتې ښاري ژوند پروګرامونو د تطبیق او پراختیا په برخه کې سیمه ییزې وړتیاوې پراختیا ومومي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن