ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ پيل شوه

ننګرهار کې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ پيل شوه

author avatar
22 Jul 2019 - 14:16
ننګرهار کې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ پيل شوه
author avatar
22 Jul 2019 - 14:16

جلال اباد (پژواک،۳۱ چنګاښ ۹۸): تر کابل او هرات وروسته نن په ننګرهار کې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ پيل شوه چې چارواکي وايي،هره ورځ زرو کسانو ته د تذکرو د ورکړې اسانتياوې برابرې شوې دي.

د برېښنايي پېژندپاڼو دا مرکز د چنګاښ په ۳۱مه د ننګرهار د والي او د نفوسو د احوال د ثبت  ادارې د عمومي مشر له لوري پرانېستل شو.

په همدې موخه يو رسنيز کنفرانس کې د نفوسو د احوال د ثبت ادارې عمومي مشر احمدجاوېد رسولي وويل، اوس مهال په ټول هېواد کې دوه سوه او پنځه زره کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې ورکړل شوې دي.

هغه زياته کړه، شاوخوا پنځوس زره کسانو د دغې ملي پروسې لپاره ځانونه ثبت کړي چې له امله يې کابل کې د تذکرو د ورکړې پروسه اوږده شوې ده.

د رسولې په وينا، په يوې تګلارې يې کارکړی او د را روانې اوونۍ له پيله به کابل کې دغه پروسه چټکه او منتظر ټولو کسانو ته به په نږدې وختونو کې تذکرې ورکړل شي.

نوموړی وايي، تر کابل او هرات وروسته د خلکو د ليوالتيا پر بنسټ ننګرهار کې هم دغه لړۍ پيل شوه چې د ورځې زرو کسانو ته د تذکرو د ورکړې اسانتيا برابره شوې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا مرکز د ننګرهار ولايت دی؛ خو اسانتياوې په کې شته چې د لغمان، کونړ او نورستان خلک هم دلته برېښنايي پېژندپاڼې تر لاسه کړي.

په ورته وخت کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، د برېښنايي پېژندپاڼو له پيل سره د جرايمو کچه ټيټيږي او د اقتصادي پرمختګ لپاره اسانتياوې برابروي.

د نوموړي په وينا، د دې پېژندپاڼو په مرسته کېدلی شي، ټاکنې هم له درغلۍ پرته او په کمو مصارفو ترسره شي.

هغه ډاډ ورکړ چې ولايتي اداره به له دغه مرکز سره په هره برخه کې همکاره وي او هيله يې څرګنده کړه چې په دغه ولايت کې د پېژندپاڼو د وېش مرکزونه زيات شي.

ننګرهار مېشتي خوښ دي چې په دغه ولايت کې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ پيل شوه؛ خو غوښتنه يې دا ده چې د عامه پوهاوي کمپاينونه تر سره او د وېش مرکزونه زيات شي.

د برهان الدين سيرت په نوم يو مدني فعال پژواک سره خبرو کې وويل، دا يوه ملي پروسه ده او بايد کارونه يې چټک شي چې ټولو افغانانو ته په اسانۍ ورسېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.