ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ښځې : د سولې لپاره بايد جدي هلې ځلې وشي

ښځې : د سولې لپاره بايد جدي هلې ځلې وشي

author avatar
22 Jul 2019 - 16:43
ښځې : د سولې لپاره بايد جدي هلې ځلې وشي
author avatar
22 Jul 2019 - 16:43

کندوز ښار (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٨): کندوز کې لسګونو ښځو د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په وياړ جوړې شوې غونډه کې وويل چې له شته فرصتونو څخه په ګټې اخيستنې سره بايد د سولې لپاره جدي هلې ځلې وشي.

نن د کندوز ولایت مقام د غونډو په تالار کې د هېواد د خپلواکۍ او سولې روانې پروسه کې د ښځو د ونډې ترعنوان لاندې یوه لویه ولسي غونډه د ښځو له لوري جوړه شوې وه.

د غونډې په پيل کې د کندوز ولایت مقام د جندر مسوولې روبینا روهین وويل چې د هېواد د خپلواکۍ په بېرته اخیستو کې ښځو فعاله ونډه درلوده او تر خپلواکۍ وروسته ښځو خپلو حقوقو ته لاس رسۍ پیدا کړ.

دغه راز د کندوز د ښځو چارو رئیسې نصیبې هولکر بیا وویل: ((موږ د هېواد ستره خپلواکي په لویه قرباني ترلاسه کړې ده چې اوس مهال موږ د سلمې کالیزې د نمانځلو په درشل کې یو ټول باید خپل تاریخ څخه معلومات ولرو.))

هغې وويل،مېرمنې مسوولیت لري چې له شته فرصتونو زیاته ګټه واخلي او د سولې لپاره سوله ييز غږ پورته کړي.

هولکر د خلکو د بچیانو په لیک لوست کې د مېرمنو هڅې وستایلې او له دوی یې وغوښتل چې د نوي نسل په ښه روزنه کې شپه او ورځ هڅې وکړي.

د دې غونډې په ترڅ کې د کندوز ولایتي شورا غړې کریمې صادقي د غازي امان الله خان ژوند او اماني دورې ته په اشارې وویل، دا دوره په افغانستان کې یوه روښانه دوره وه خو پرخبره یې بیا وروسته کورنیو جګړو او ناخوالو افغانان ډېر اغېزمن کړل.

د دې په وینا چې د سولې بهیر کې مېرمنې باید یو موټی شي او د سولې ثبات لپاره شپه او ورځ  هڅې وکړي.

د صادقي په وینا، جګړو، چاودنو ټولو مېرمنو ته له هر پلوه زیان اړولی، مېرمنې دې د اوسنیو ناخوالو کابو کولو په موخه له کورونو، کلیو او بانډو د جګړې بندېدو غږ پورته کړي که چېرې مېرمنې غږ پورته نه کړي لرې به نه وي چې ددې ناخوالو او د جګړې زیانونه به نور هم زیات شي.

دغه راز د غونډې يوې ګډون کوونکې ذکیه زمان له ښځو غوښتنه وکړه چې باید د سولې په روان بهیر او د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په ویاړ له هیڅ راز هڅو وروسته پاتې نه شي.

يو شمېر نورو مېرمنو هم ورته څرګندونې وکړې.

د غونډې په پاى کې د کندوز والي عبدالجبار نعيمي له اوسني نظام څخه د کلک ملاتړ ترڅنګ وويل چې ټولو بايد د هغو پرديو پر وړاندې مبارزه وکړي چې د افغانستان د ورانولو لپاره هلې ځلې کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.