د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

اسلامي کنفرانس افغانستان کې د تاوتريخوالي پر زياتېدو اندېښنه وښوده

اسلامي کنفرانس افغانستان کې د تاوتريخوالي پر زياتېدو اندېښنه وښوده

Jul 22, 2019 - 10:29

 

کابل (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٨) : د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان (اسلامي کنفرانس) افغانستان کې د تاوتريخوالي پر زياتېدو اندېښنه ښودلې ده.

د سعودي عربستان په جده ښار کې ددغه کنفرانس له مقر  څخه دچنګاښ په ٣٠مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ددې سازمان سکرتر جنرال ډاکټر يوسف العثيمين ويلي چې د افغانستان په وروستيو ځانمرګو بريدونو او نورو امنيتي پېښو کې ملکي وګړو ته ډېره مرګ ژوبل اوښتې ده.

 

نوموړي د تاوتريخوالي پر زياتېدو د ژورې اندېښنې څرګندولو ترڅنګ غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې دا تاوتريخوالى کم کړاى شي.

د اسلامي کنفرانس سکرتر جنرال له ټولو افغان اړخونو غوښتي چې خپلې ټولې هڅې د سولې لپاره په کار واچوي .

د هغه په وينا، د سولې دا هڅې بايد د افغانانو په مشرۍ او مالکيت  ترسره شي، چې د تېرې روژې مياشتې د اسلامي کنفرانس سرمشريزې غونډې کې يې هم ملاتړ شوى دى.

ډاکتر عثيمين دغه راز ويلي چې تېر کال په مکه کې د نړۍ د علماوو په غونډه کې د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ شوى و.

نوموړي د افغانستان د وروستيو پېښو قربانيانو ته دعا کړې ده.

د يادونې ده چې په دې وروستيوکې په کابل او ځينو ولايتونو کې د نا امنيو او تاوتريخوالي پېښې زياتې شوې چې ډېرى قربانيان يې ملکي وګړي دي.

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement