د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

امنيه قوماندان : اروزګان کې باج اخيستونکي وسله وال وژل شوي

امنيه قوماندان : اروزګان کې باج اخيستونکي وسله وال وژل شوي

Jul 22, 2019 - 16:23

ترينکوټ (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۹۸): د اروزګان امنيتي چارواکي وايي، پوليسو د يوه کمين پر مهال هغه طالبان وژلي چې پر لويه لاره به يې له  مسافرو څخه د باج په نوم پيسې او نور توکي اخيستل.

امنيتي مسوولینود وژل شوو طالبانو جسدونه هم رسنيو ته وښودل.

د اروزګان امنيه قوماندان سمونوال خطاب خنجري وايي، تېره ورځ سهار د يادې قوماندانۍ اړوند د لويې لارې ساتنې کنډک پولیسو د ګرم اب په سیمه کې د يوه کمین پرمهال دوه هغه طالبان ووژل،چې دغلته به يې د لویې لارې پرسر پاټک اچولی و او له مسافرو څخه به يې باج اخيسته.

خنجري وايي، دغه طالبان تر هغه وروسته د پولیسو له خوا ووژل شول چې سهار وخته د پاټک اچولو لپاره سيمې ته ورغلي وو.

د اروزګان امنیه قوماندان وايي، دغه عملیات یې د خلکو د پرله پسې غوښتنو له امله ترسره کړي چې عام خلک ياده سیمه کې د وسله والو طالبانو سره په سختو ستونزو کې وو.

د نوموړي په وینا، اوس مهال افغان ځواک پیاوړى شوى او د ولایت په هره سیمه کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په برخه کې مخکښ رول لري.

د يو بل خبر له مخې، د ملي امنيت لوى رياست وايي چې په کونړ ولايت کې يې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د طالبانو ديوې ٢٠ کسيزې ډلې قوماندان وژلى دى.

د ياد رياست له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا عمليات ددانګام ولسوالۍ په سور دره سيمه کې ترسر ه شوي دي.

سرچينې زياته کړې، په عملياتو کې د کرامت په نامه د طالبانو قوماندان وژل شوى او څلور تنه نور کسان ژوندي نيول شوي دي.

د دولت وسله والو مخالفينو ترا وسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement