د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خلک: که په ميدان وردګو کې د ملکي تلفاتو مخنيوى ونه شي له دولت سره پرېکون کوو

خلک: که په ميدان وردګو کې د ملکي تلفاتو مخنيوى ونه شي له دولت سره پرېکون کوو

Jul 22, 2019 - 16:15

کابل (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٨): د میدان وردګو ولایت یو شمېر اوسېدونکي ګواښ کوي چې که په دغه ولایت کې د ملکي خلکو د وژلو لړۍ ژر ونه درول شي، له دولت سره به پرېکون وکړي او لويې لارې به د ترافيکو پرمخ وتړي.

د میدان وردګو ولایت لسګونو اوسېدونکو او زیانمنو شویو کسانو نن په داسې حال کې کابل کې اعتراضيه غونډه وکړه چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د دولتي ځواکونو په بريدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

منصور عاصم چې د نورو په استازيتوب يې خبرې کولې، وويل چې  په دې وروستیو څو میاشتو کې په دغه ولايت کې نږدې هر ورځ په شپنیو عملیاتو، چاپو او بمباریو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي او نور یې زغم د خلکو له وس وتلی دی.

هغه زياته کړه:" سیمه ییز چارواکي دې د وحشت د توجیه کولو او د حقیقت د تحریفولو هڅه نه کوی، زموږ ښځو ماشومانو او نورو بې ګناه شهیدانو ته دې طالب او طالب قوماندان او ترهګر نه وایي."

ده پر وسله والو طالبانو هم غږ وکړ چې له کلیو او بانډو دې جګړه وباسي، ترڅو خلک په ارامۍ ژوند وکړي.

د میدان وردګو د ولایتي شورا ريیس اختر محمد طاهري په نننۍ غونډه کې وویل چې د دغه ولايت  هر کور او هر کلى د جګړو او چاپو د وحشتونو نښې لري او خلک نور له ژونده ستړي شوي دي.

ده زیاته کړه، نور خلک د روغتونونو او ښوونځي جوړولو په فکر کې دي، خو د میدان وردګو ولایت اوسېدنکې د جګړو د قربانيانو د وير پر ټغر ناست دي.

هغه وايي، دوى څو ځله په ميدان وردګو کې له  شپنیو عملیاتو او چاپو، حکومتي چارواکو او ان ولسمشرۍ ماڼۍ او امنیت شورا ته شکایت کړى، خو نه یوازې دا چې مخه یې نه ده نیول شوې، بلکې ورځ تر بلې دا "وحشت" زیات شوی دی.

په نننۍ غونډه کې د جګړې د قربانيانو نږدې کسانو هم خبرې وکړې.

د ياد ولايت د جلریز ولسوالۍ په شپنیو عملیاتو کې د یوه وژل شوي تن ورور عبدالمتین وویل چې پنځه ورځې مخکې صفر يو قطعې دده د وررو پر کور چاپه ووهله او د ده ورور يې وواژه. 

ده زیاته کړه:" وروسته د وژلو یې مړی له ځان سره وړی و، مازدیګر زنګ راغى چې راشئ د امنیت روغتون څخه مو مړی دروړئ."

ده همدارنګه وویل: "حکومت تل وایي چې طالبان صحرایي محکمې کوي ایا زما د ورور وژل په خپل کور کې صحرایي محکمه نه ده، که چېرې طالب و، نو نيولى به مو و او قانون به مو پرې پلى کړى و، تاسو په څه ګناه زما ورور په خپل کور کې وواژه؟"

د دغه ولايت د جغتو ولسوالۍ یو اوسېدنکى مسیح الله وايي چې شاوخوا لس مياشتې مخکې دولتي ځواکونو د ده پر کور د شپې چاپه ووهله او د ښځې او ماشومانو په ګډون يې د ده د کورنۍ ١٢ غړي ووژل چې ټول بې ګناه وو. 

دى وايي، د چاپې پر مهال په ايران کې و.

هغه زياته کړه :"همدا مو بس دى چې د طالب او دولت دواړو له خوا په اور سوځو، دولت دې زموږ ماشومان خویندې، میندې په شپنیو عملیاتو کې نه وژني."

د غونډې ګډونوالو ويل چې که په ميدان وردګو کې د ملکي وګړو د وژلو لړۍ ونه درول شي، د دغه ولايت  اوسېدونکي به له دولت سره پرېکون وکړي او په را روانو ټاکنو کې به برخه وانه خلي.

دغه راز هغوى ويل چې که غوښتنه يې ونه منل شي، د کابل - کندهار او کابل - بامیانو لویې لارې به د ترافیکو پر مخ وتړي او خلک به یې کابل ته راشي او دلته به هم پراخ لاریونونه وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement