د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

دوه مخابراتي او شپږ د سيمکارت پلورلو شرکتونه ١٥ ميليونه افغانۍ جريمه شول

دوه مخابراتي او شپږ د سيمکارت پلورلو شرکتونه ١٥ ميليونه افغانۍ جريمه شول

Jul 22, 2019 - 17:17

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۹۸):  اترا ادارې د ناقانونه کړنو له امله د روشن او اتصالاتو مخابراتي کمپنۍ او د سيمکارت پلورلو شپږ شرکتونه ټولټال پنځه لس ميليونه افغانۍ جريمه کړل.

د مخابراتي چارو د تنظيم ادارې (اترا) د کنټرول او څار رياست مشر سيد حارس مير نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې د روشن نادولتي مخابراتي کمپنۍ پنځه ميليونه افغانۍ او د اتصالاتو نادولتي مخابراتي کمپنۍ اووه ميليونه افغانۍ جريمه شوي دي.

 دغه راز ده وويل چې شپږ  سيمکارت پلورونکي شرکتونه هر يو ٥٠٠ زره افغانۍ جريمه شوي دي.

د هغه په وينا، روشن، اتصالات او شپږ ياد شرکتونه ځکه جريمه شول چې شرکتونو د يادو مخابراتي کمپنيو سيمکارتونه له ثبت پرته پلورول.

د ده په وينا، اتصالات کمپنۍ ځکه تر روشن دوه ميليونه افغانۍ زياته جريمه شوې، چې بازار ته وړاندې کړي سيمکارتونه يې له پلور مخکې فعال کړي و.

مير وايي، د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ناقانونه سيمکارتونو د راټولو لړۍ روانه ده او له هغو هټيو او شرکتونو سره به هم قانوني چلند وشي چې تر قانوني مجوز پرته سيمکارتونه پلوري .

د اترا له خوا په دغه برخه کې د څار لړۍ نن هم کابل ښار کې روانه وه.

د اترا ادارې د معلوماتو له مخې، دغه اداره په ۱۳۸۵ کال کې جوړه شوې او له همغې مودې راهيسې يې نږدې ۲۲۰ زره هغه ډول سيمکارتونه چې په ناقانونه ډول پلورل کېدل، راټول کړي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement