ترینکوټ (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۹۸): د اروزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې که دولت دغلته د چتو په نوم د پوځ قرارګاه ته پاملرنه ونه کړي، نو لومړی به چتو او وروسته به ټوله ولسوالۍ سقوط وکړي.
د یادې ولسوالۍ لسګونه اوسېدونکي چې د چنګاښ په ٣١مه، مرکز ترینکوټ ته راغلي وو، خپلې اندېښنې یې له رسنیو سره شریکې او د دولت د جدي پاملرنې غوښتنه یې وکړه.
د دهراوود ولسوالۍ د سیمه ییزې شورا مشرتابه، ددغې شورا غړي، قومي مشران او ځایي اوسېدونکي چې د ولايت مرکز ترینکوټ ته راغلي د ولسوالۍ امنیتي وضعیت يې د اندېښنې وړ وباله.
په دهراوود کې له تېرو څو میاشتو راهیسې حالت ورځ تر بلې د خرابېدو خواته روان دى.
د راغليو کسانو له ډلې یوتن ملک محمد ولي پژواک ته وویل، له تېرو درېیو کلونو راهیسې د چتو په سیمه کې د پوځ یوه قرارګاه چې په کي لسګونه سرتېري مېشت دي محاصره او هره ورځ پرې وسله وال طالبان ډله ییز بریدونه کوي.
ملک وایي، دغه قرارګاه د چتو پله او دیادې ستراتېژیکې سیمې د امنیت خوندیتوب لپاره جوړه شوې، خو په دې وروستیو کې وېره شته چې طالبان په خپلو بریدونو سره دغه حاکمه نقطه په خپل کنټرول کې راولي.
د سردار ولي په نامه يو بل تن هم وېره لري که حکومت دغلته د پوځ لسګونه سرتېري له محاصرې او بریدونو ونه ژغوري نو ډېر ژر به لومړی دغه ستراتېژیکه سیمه او ورپسې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېږي.
د راغلو کسانو له ډلې یوتن زین الله هم پژواک ته وویل، چتو قرارګاه کې د پوځ لسګونه سرتېري په ډېر بد وضعیت کې دي.
هغه زياته کړه: (( ټولې اکمالاتي لارې پرې طالبانو تړلې دي، په جګړه کې وژل شوي او ټپي سرتېري په ورځو ورځو ورته پراته وي او زیات وخت د لوږې او تندې له امله وچ واښه او د موټرو د للېټر اوبه څښي. ))
د خلکو غوښتنې دا دي چې حکومت دې ددغې ولسوالۍ د چتو ستراتېژیکه سیمه کې د افغان ځواکونو مېشته قرارګاه چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې کلابنده پاتې ده اکمال او وساتي.
د اروزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید وایي چې د دهراوود ولسوالۍ د یادو اوسېدونکو ستونزې ورته رسېدلي او په تړاو یې مرکزي ادارې ته خبر ورکړی او دغه راز یې د مرستې غوښتنه هم کړې ده.
هغه پژواک ته وويل، پلان لري چې له مرکز ترینکوټ سره د ټولو ولسوالیو لارې خلاصې او خلکو ته پرې د تګ راتګ زمينه برابره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن