د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د رسنیو د برېښنا د لګښت بيه بې رحمانه ده"

"د رسنیو د برېښنا د لګښت بيه بې رحمانه ده"

Jul 22, 2019 - 20:33

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۹۸): د رسنیو لپاره د برېښنا د ډېر لګښت وضع کول او د برښنا شرکت له خوا د برېښنا د بل خیالي لیکل ان رسنیو ته په ډاګه کوي چې له رسنیو څخه د حکومت ملاتړ یواځې خبره ده.

د افغانستان د رسنیو قانون د څلورمې مادې په اساس، دولت د رسنیو د ازادۍ ملاتړ، تقویه او ضمانت کوي او هېڅ حقیقي يا حکمي شخص د دولت او دولتي ادارو په ګډون نه شي کولای د خبري يا معلوماتي رسنيو ازاد فعاليت منع، تحریم، سانسور او یا محدود کړي.

د برېښنا لګښت

په یاده ماده کې په داسې حال کې له رسنیو څخه د دولت پر ملاتړ او دغه راز د رسنیو د فعالیت پر نه محدود کولو ټينګار شوی چې د رسنیو د برېښنا لګښت د تولیدي فابریکو دوه برابره کېږي، په داسې حال کې چې په دې وروستیو کلونو کې ډېری رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله له فعالیت پاتې دي او یو شمېر نورې هم د بندېدو په حال کې دي.

په کابل ولايت کې د برېښنا د لګښت د هغې تعرفې له مخې چې د برښنا شرکت په انټرنټي پاڼه کې موجوده ده، د سوداګریزو سیمو چې رسنۍ هم په کې شاملې دي، د برېښنا د یو کیلو واټ بیه ۱۲.۵ افغانۍ ده، خو د راجستر شوو فابریکو د برېښنا د یوه کیلو واټ بیه ۶.۷۵ افغانۍ ده.

پوهاند صافۍ له رسنیو څخه د هر کیلو واټ برېښنا د لګښت ۱۲.۵ افغانۍ بیه اخیستل بې رحمانه ګڼي او وايي، رسنۍ دومره لوړ عاید نه لري چې د برېښنا د لګښت دومره پیسې ورکړي.

هغه زیاته کړه: ((دا یو ډول بې عدالتي او دوه ګونی چلند دی، د صنعتګرو لپاره یوه بیه او د رسنیو لپاره تر هغه لوړه بیه ټاکل شوې؛ که دا ستونزه دوام پیدا کړي، د رسنیو فعالیت محدودېږي او یو ډول دیکتاتوري او ځان غوښتنه رامنځته کېږي.))

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد پوهاند ودیر صافي وویل، رسنۍ هم باید د صنعتګرو په څېر یو لاس او د دغې بېعدالتۍ پر وړاندې خپل غږ پورته او د برېښنا لګښت راکم کړي.

خو د کابل د برېښنا مخکني رییس محب الرحمن مومند ویلي و چې له رسنیو څخه د برېښنا د هر کیلواټ ۱۲.۵ افغانۍ لګښت د وزیرانو شورا د پرېکړې په اساس اخيستل کېږي.

پژواک خبري اژانس چې د نورو ازادو او بېطرفه رسنیو په څېر له سیاسي، امنیتي، اقتصادي او نورو پېښو څخه د خلکو د خبرولو او دغه راز اطلاعاتو ته د خلکو د لاسرسي په برخه کې فعالیت کوي، په ۱۳۹۵ کال کې له ۸۸۴ زره ډېرې افغانۍ، په ۱۳۹۶ کال کې له ۷۸۰ زره ډېرې افغانۍ او په ۱۳۹۷ کال کې له ۷۶۰ زره ډېرې افغانۍ د کابل ښار په تایمني سیمه کې د خپل دفتر د برېښنا لګښت او د کابل ښار په رحمن مېنه کې د خپل دفتر د برېښنا لګښت د ۱۳۹۷ کال ۴۲۵ زره افغانۍ او د ۱۳۹۸ کال د دوو میاشتو له ۲۴۱ زره ډېرې افغانۍ ورکړې دي.

خیالي مېتر لوستنه

د ۱۳۹۸ کال په لومړۍ دوره کې په داسې حال کې د رحمان مېنې د برېښنا لګښت له ۲۴۱ زره افغانیو او د تایمني د دفتر د برېښنا لګښت تر ۱۴۹ زره افغانیو ډېر شوی چې د تایمني په دفتر کې ۱۷ ایرکنډېشنونه، ۴۰ بادپکې، ۶۰ کمپیوټر، ۱۵ پرېنټر، دوه یخچالونه، واټرپمپ، پنځه تلوېزیونونه، شاوخوا ۲۰ بخارۍ او نور برېښنايي وسایل فعال دي، خو د رحمن مېنې په ودانۍ کې چې تر اوسه یې د جوړېدو چارې نه دي بشپړې شوې، له یوه واټرپمپ، یوه فریزر او درې کوچنیو دوکانونو له تنویر پرته نور هېڅ ډول برېښنايي وسایل نه استفاده کېږي.

د پژواک خبري اژانس د عملیاتي برخې پخواني مدیر احمد جاوېد حبیب زاده په دې اړه وویل: ((د هغه بېل له مخې چې د ۱۳۹۶ کال د لړم په میاشت کې موږ ته راورسېد، د مېډیا پلازا (د رحمن مېنې د ودانۍ) د برېښنا مجموعي لګښت ۲۰۰ زره افغانۍ و، دا لګښت زموږ لپاره ډېر جالب و، ځکه په مېډیا پلازا کې په څو محدود شمېر دوکانونو کې له څراغ، یوه فریزر او یو واټرپمپ پرته مو نور هېڅ نه لرل، موږ فکر وکړ چې حتما مېترخوان تېروتنه کړې ده.))

نوموړې زیاته کړه، پژواک له برېښنا شرکت څخه له قانوني لارې د یادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه، خو برېښنا شرکت د پلاوي له څېړنو وروسته د مخکني بېل پر ځای د برېښنا نوی بېل ورکړ چې د برېښنا لګښت په کې ۳۳۵ زره افغانۍ رسېدلی و.

جاوېد وویل، پژواک بیا ځل برېښنا شرکت ته مراجعه وکړه او له دغه شرکته یې یادې مسئلې ته د رسېدو غوښتنه وکړه. خو دا ځل شرکت د رحمان مېنې د ودانۍ ميتر د چک کولو لپاره لابراتوار ته ولېږداوه او له ارزونې وروسته د دوهم بېل په عوض کې يې يو بل بېل ورکړ چې د دې ودانۍ د برېښنا لګښت په کې له ٤٢٥زرو ډېرې افغانۍ ليکل شوې وي.

نوموړي زیاته کړه، پر ټاکلي وخت د یوې ودانۍ د برېښنا د لګښت دغه درې ډوله بېلونه په ډاګه کوي چې مېتر لوستونکي د مېترو له کتنې پرته د برېښنا لګښت خیالي رسوي.

پوهاند ودیر صافي په دې اړه وویل: ((رښتیا چې په ټول افغانستان کې فساد شته، برېښنا شرکت هم هغه ځای دی چې پراخ فساد په کې شته، همدا سږ کال مونږ هم له ورته ستونزې سره مخامخ شوي وو چې زموږ د برېښنا بېل یې زموږ ګاونډي ته لېږلى و او د هغوی یې موږ ته لېږلى و.))

د کابل د برېښنا شرکت مخکيني رییس وویل، د پژواک د رحمن مېنې د ودانۍ د برېښنا د لګښت د بېل د څرنګوالي په اړه معلومات نه لري، خو د ځینو مېتر لوستونکو له خوا د مېتر لوستلو ستونزه نه ردوي.

هغه زیاته کړه: ((موږ د کابل ښار په کچه ۵۶۰ زره پېرېدونکي لري، هېڅ امکان نه لري چې په دې برخه کې ستونزې نه وي موجودې، خو موږ د خپلو پېرېدونکو په خدمت کې یو، هر څوک چې شکایت لري او له خپل بېل څخه خوښ نه دي، موږ ته دې راشي، موږ د دې ستونزې د حل لپاره حتما اقدام کوو.))

هغه زیاته کړه: ((له ۱۳۹۶ کال څخه مخکې د مېتر لوستنې په برخه کې ډېرې ستونزې موجودې وې، خو تېر کال مو جدي اقدام وکړ او شاوخوا ۶۰ نوي مېتر لوستونکي مو په دندو وګومارل، ځینې مېتر لوستونکي مو بدل او یا له دندې ګوښه کړل.))

نوموړي روښانه کړه چې د برېښنا شرکت د دې ستونزې د حل لپاره د برېښنا لګښت د ثبت د دیجیټالي کېدو هڅې پیل کړې.

پژواک د خيالي ميتر لوستلو ستونزه د برېښنا شرکت له رييس امان الله غالب سره شريکه کړه، هغه وويل چې ښايي دا تخنيکي ستونزه وي او په برج کې د برېښنا له ضايع کېدو رامنځ ته شوې وي او پژواک دې د برېښنا برج چې په خپل لګښت یې جوړ کړی، د برېښنا رياست ته وسپاري څو د دې ستونزې مخنيوی وشي.

د برېښنا شرکت ته د برج سپارل

د پژواک خبري اژانس مشر وويل چې دې اژانس په داسې حال کې د برېښنا شرکت له غوښتنې سره سم، د ياد اژانس خپلې اړوندې ودانۍ ته له ترانسفارمر او نورو اړينو وسايلو سره په پنځو کلونو کې د برېښنا برج جوړ کړ، چې خلکو ته د اطلاعاتو رسولو په موخه رسنيو ته د برېښنا برابرول د برېښنا شرکت مسووليت دی.

پژواک د خپلې ودانۍ لپاره د برېښنا برج په رحمان مينه کې جوړ کړ، ۲۵۰ کیلوولټه ترانسفارمر يې په کې لګولی دی چې د دې برج په جوړولو ۳۰ زره ډالره لګښت راغلی دی.

ياد شرکت پژواک ته وويل چې پژواک بايد د دې برج لپاره ځينې نور وسايل هم وپېري او وروسته دې بيا له ټولو اړوندو اسنادو سره برج شرکت ته وسپاري.

که څه هم د برېښنا ادارې، لسګونه قلم جنس لکه د اورضد جامې، دست کشې، موزې، ۴۰۰ ولټه فيوزکش، ۴۰۰ ولټه مخصوص فرش، ۱۵ زره مخصوص فرش، د اور ضد ۶ کیلويي بالون، ۲۰ زره سويچ کوب د څه باندې ۷۱ زرو افغانيو په لګښت د پژواک ادارې په واسطه وپېرل؛ خو برېښنا شرکت یې بيا هم له تسليمېدو اوږه خالي کړه.

هغه وويل: ((ما د برېښنا پاليسي او کړنلارې مطابق ټول اسناد بشپړ کړل او ژمنه یې را نه واخيسته، کومه ځمکه چې د برېښنا شرکت ته سپارم، په راتلونکې کې د يادې ځمکې او برج په اړه کومه ادعا نه کوم او برېښنا رياست چې هر مهال غوښتې وي، له فيډرونو څخه یې استفاده کولی شي؛ خو له بده مرغه چې برېښنا شرکت یې له تېر یو نيم کال راهيسي نه تسليموي.))

د مشتريانو لپاره د برېښنا وېش کړنلارې له مخې، د برېښنا مستقل برج کې د برېښنا وېش ترانسفارمرونه شامل دي چې د مشتري له لوري چمتو کېږي او د ساتنې او څارنې مسووليت يې هم د مشتري په غاړه دی.

د کابل برېښنا پخواني مشر محب الرحمان مومند وويل چې په کابل ښار کې د اټکل له مخې ۶۰۰ برجونه شته چې د خصوصي سکتور له لوري جوړ شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې یو شمېر دا برجونه د مشتريانو په واک کې دي او يو شمېر نور يې د هغو کسانو د موافقې پراساس چې برجونه یې جوړ کړي دي، د برېښنا رياست ته سپارل شوي دي.

د نوموړي په خبره، د قانون پر بنسټ، برېښنا شرکت له دې امله دا ډول برجونه له ټولو اسنادو او مدارکو سره تسلېمېږي چې د برېښنا شرکت ملکيت وي او ټول اړوند اسناد و مدارک ولري.

د برېښنا شرکت ځواب

ياد شرکت، په دې وروستيو کې د پژواک خبري اژانس د اعتراض په غبرګون کې ويلي دي: ((له بده مرغه ځينې داسې رسنۍ چې په خپله پوروړي دي او له هغو کسانو سره چې د برېښنا لګښت نه ورکوي، خوندي او ناخوندي اړيکي لري او په شعوري او یا غيرشعوري ډول د برېښنا شرکت پر اقتصاد او په غیرمستقيم ډول د هېوادوالو پر اقتصاد ناوړه اغېز کوي چې بايد له دې ډول کړنو لاس په سر شي، څو ملي ګټې د شخصي ګټو قرباني نه شي او له درغليو ډک د بدنامۍ او اتلولۍ القاب ور نه کړل شي.))

دا په داسې حال کې ده چې پژواک له برېښنا شرکت سره پنځه حسابي معاملې لري، د ۱۳۹۸ کال چنګاښ په ۵ مه یې له ياد شرکت سره حساب تصفيه او د برېښنا لګښت يې پر ټاکلي موده تحویل کړی دی، پژواک د ياد مبلغ د ورکړې اسناد له ځان سره لري.

دغه راز د برېښنا شرکت په داسې حال کې د هغو اشخاصو په اړه چې د برېښنا لګښت نه ورکوي، د رسنيو خوندي او غيرخوندي اړيکو په تړاو خبرې کړي چې پژواک د زورواکو له لوري د برېښنا لګښت نه ورکړې په اړه څو راپورونه خپاره کړي دي.

د بېلګې په توګه څو راپورونه لاندې راوړل شوي دي:

۱-  کابل (پژواک ٧ غبرګولى ٩٥): د کابل ښار هوتخيل سيمې له نږدې درې زرو کورنيو ډېری یې له تېرو پنځو کلونو راهيسې د برېښنا لګښت نه دی ورکړی او يو شمېر يې له ميتر پرته، له برېښنا څخه ګټه اخلي.

۲- کابل (پژواک ١٧ زمرى ٩٦): د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې د کابل ښار دوه جنکشنونو کې د برېښنا ۸۱ ګډونوال، د برېښنا څه باندې ۲۸ ميليونه افغانۍ لګښت نه دی ورکړی او پر ځينو يې برېښنا پرې  شوې ده؛ خو له چنګک څخه استفاده کوي.

۳- کابل (پژواک ٥ چنګاښ ٩٨): برېښنا شرکت، د دولت د پخوانیو او اوسنيو چارواکو په ګډون د لسو کسانو برېښنا لينونه چې په ټوله کې يې نږدې ۵.۵ ميليونه  افغانۍ د برېښنا لګښت نه دی ورکړی، پرې کړل.

۴- کابل (پژواک ٢٨ غبرګولى ٩٨): د افغانستان برېښنا شرکت،  د دولت د پخوانيو او برحاله چارواکو په ګډون د ۹ کسانو برېښنا لينونه  چې ټولټال  د برېښنا ۲۰ ميليونه افغانۍ لګښت يې تحویل کړې نه وې پرې کړل. د برېښنا شرکت مشر خالد ستانکزي نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال وويل چې يادو نهو کسانو کې د ملي انسجام په چارو کې د ولسمشرپ خوانی سلاکار الماس زاهد، د پخواني ولسمشر لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم ورور حاجي مقیم، پخواني جهادي قوماندانان حاجي کرم شاه او ورور يې، په ولسي جرګه کې د کابل خلکو استازی انورخان اورياخېل، د ننګرهار ولايت پخوانی امنیه قوماندان جنرال لطف الله ، د جهادي قوماندان جنرال پناه زوی، عبدالواحد یو زورواکی او پخوانی جهادي مشر نورحبيب ګلبهاري شامل دي.

۵- کابل (پژواک، ٢٦ تله ٩٥): د برېښنا شرکت مسوولين وايي چې د برښنا نږدې درې ميليارډه او ۳۰۰ ميليونه افغانۍ لګښت چې نيمايي يې دولتي ادارو او چارواکو اړوند دي، تر اوسه نه دي ترلاسه شوي.

د برېښنا شرکت وياند په دې ناسته کې، د دې شرکت د ۷۳ پوروړو نوملړ له رسنيو سره شريک کړ چې جنرال عبدالرشيد دوستم و کريم خليلي هم په کې شامل دي.

۶- کابل (پژواک ۸ زمرى ۹۶): د برښنا شرکت وايي چې ځينې دولتي ادارې، حکمي او حقيقي کسان، څه باندې اووه ميليارډه افغانۍ د برښنا لګښت له پلوه پوروړي دي او که د ورکړې په اړه يې اقدام و نه کړي، تر لسو ورځو به يې نوملړ له رسنيو سره شريک شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement