ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د رسنیو د برېښنا د لګښت بيه بې رحمانه ده”

“د رسنیو د برېښنا د لګښت بيه بې رحمانه ده”

author avatar
22 Jul 2019 - 20:33
“د رسنیو د برېښنا د لګښت بيه بې رحمانه ده”
author avatar
22 Jul 2019 - 20:33

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۹۸): د رسنیو لپاره د برېښنا د ډېر لګښت وضع کول او د برښنا شرکت له خوا د برېښنا د بل خیالي لیکل ان رسنیو ته په ډاګه کوي چې له رسنیو څخه د حکومت ملاتړ یواځې خبره ده.

د افغانستان د رسنیو قانون د څلورمې مادې په اساس، دولت د رسنیو د ازادۍ ملاتړ، تقویه او ضمانت کوي او هېڅ حقیقي يا حکمي شخص د دولت او دولتي ادارو په ګډون نه شي کولای د خبري يا معلوماتي رسنيو ازاد فعاليت منع، تحریم، سانسور او یا محدود کړي.

د برېښنا لګښت

په یاده ماده کې په داسې حال کې له رسنیو څخه د دولت پر ملاتړ او دغه راز د رسنیو د فعالیت پر نه محدود کولو ټينګار شوی چې د رسنیو د برېښنا لګښت د تولیدي فابریکو دوه برابره کېږي، په داسې حال کې چې په دې وروستیو کلونو کې ډېری رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله له فعالیت پاتې دي او یو شمېر نورې هم د بندېدو په حال کې دي.

په کابل ولايت کې د برېښنا د لګښت د هغې تعرفې له مخې چې د برښنا شرکت په انټرنټي پاڼه کې موجوده ده، د سوداګریزو سیمو چې رسنۍ هم په کې شاملې دي، د برېښنا د یو کیلو واټ بیه ۱۲.۵ افغانۍ ده، خو د راجستر شوو فابریکو د برېښنا د یوه کیلو واټ بیه ۶.۷۵ افغانۍ ده.

پوهاند صافۍ له رسنیو څخه د هر کیلو واټ برېښنا د لګښت ۱۲.۵ افغانۍ بیه اخیستل بې رحمانه ګڼي او وايي، رسنۍ دومره لوړ عاید نه لري چې د برېښنا د لګښت دومره پیسې ورکړي.

هغه زیاته کړه: ((دا یو ډول بې عدالتي او دوه ګونی چلند دی، د صنعتګرو لپاره یوه بیه او د رسنیو لپاره تر هغه لوړه بیه ټاکل شوې؛ که دا ستونزه دوام پیدا کړي، د رسنیو فعالیت محدودېږي او یو ډول دیکتاتوري او ځان غوښتنه رامنځته کېږي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.