د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ضياء: د ختيځ زون امنيت د ټول هېواد لپاره ډېر مهم دی

ضياء: د ختيځ زون امنيت د ټول هېواد لپاره ډېر مهم دی

Jul 22, 2019 - 18:15

جلال اباد (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۹۸): په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو نوي قوماندان تورن جنرال عبدالهادي ترين دنده پيل کړه او ژمنه يې وکړه چې د دغې قول اردو اړوند د ټولو سيمو د امنيت د ټينګښت لپاره به جدي هلې ځلې کوي.

تر ده وړاندې ډګر جنرال محمد زمان وزيري د دغې قول اردو قوماندان و چې اووه کاله پر دغه دنده پاتې شوی و.

د نوي قوماندان د دندې د پيل په تړاو د چنګاښ په ۳۱مه دغې قول اردو کې مراسم جوړ شوي و چې په کې د دفاع وزارت مرستيال او په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان هم برخه اخيستې وه.

د ملي دفاع وزارت مرستيال ډګر جنرال محمد ياسين ضياء وويل، د ختيځ زون امنيت د ټول هېواد لپاره ډېر مهم دی؛ ځکه په دغه زون کې د داعش او طالب په ګډون څو نورې وسله والې ډلې هم فعاليت کوي.

نوموړي د قول اردو نوي قوماندان ته سپارښتنه وکړه، چې د خپل مسووليت ساحه کې د امنيت د ټينګښت، امنيتي ځواکونو د همغږۍ او امنيتي ساحو د پراختيا لپاره ډېرې هلې ځلې وکړي.

د سيلاب قول اردو نوي قوماندان تورن جنرال عبدالهادي ترين هم ډاډ ورکړ چې د يادې قول اردو د مسووليت ساحه کې د امنيت د ټينګښت او پراختيا لپاره به هلې ځلې کوي.

هغه خلکو ته ډاډ ورکړ چې د خپل تن تر وروستۍ سلګۍ يې ساتنه کوي ؛ خو د هغوی د همکارۍ غوښتنه يې هم وکړه او زياته يې کړه چې د ولس له همکاريو پرته د امنيت ټينګښت ناشونی دی.

د سيلاب قول اردو پخواني قوماندان ډګرجنرال محمد زمان وزيري وويل، چې شاوخوا ۴۳ کاله يې د هېواد د ساتنې لپاره د پوځ په ليکو کې دنده ترسره کړې او له تېرو اوو کلونو راهيسې د سيلاب قول اردو قوماندان پاتې شوی دی.

د يادولو ده چې د سيلاب قول اردو سرتېري د ختيځ د څلورو ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان سربېره، د کاپيسا، پروان او پنجشېر ولايتونو او د کابل د ځينو برخو د امنيت ساتنې مسووليت هم لري.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement