ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د بدخشان د کران و منجان ولسوالۍ مرکز ونيو

طالبانو د بدخشان د کران و منجان ولسوالۍ مرکز ونيو

author avatar
22 Jul 2019 - 19:52
طالبانو د بدخشان د کران و منجان ولسوالۍ مرکز ونيو
author avatar
22 Jul 2019 - 19:52

فیض اباد  (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۹۸): د بدخشان پر کران و منجان ولسوالۍ د طالبانو ډله يیز برید په پایله کې د یادې ولسوالۍ مرکز او امنیه قوماندانۍ د دولت د مخالفینو لاسته ورغلي دي.

د بدخشان امنیه قوماندان سمونمل اسدالله محمدی، پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه ناوخته طالبانو په دې ولسوالۍ ډله ييز برید وکړ چې په پایله کې امنیتي ځواکونو په شا تګ کړی چې د یادې ولسوالۍ قوماندانۍ او مرکز طالبانو ونیول.

د نوموړي په وینا، اوسمهال ملی پولیس او ولسي پاڅون کوونکي د قوماندان ملک اړوند د اسکارز په سیمه کې سره راټول شوي دي.

محمدی وویل چې د دې ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره مرستندوى ځواکونه له کابل نه د پنجشېر له لارې د کران ومنجان ولسوالۍ انجمن سیمې ته رسېدلي دي.

د بدخشان د ولایتي شورا غړي عبدالله ناجي د يادې سيمې سقوط ومانه او ويې ويل وویل چې په یادې ولسوالۍ د طالبانو بریدونه له تېرو شپږو ورځو را په دې خوا زیات شوي وو، د لاجوردو کان په ګډون د دې ولسوالۍ ډېرې سیمې د دولت مخالفینو نیولې دي.

ده زیاته کړه: ((په دې شپږو ورځو کې سیمه ييز او مرکزي حکومت بې تفاوتي وکړه چې په پایله کې يې د ولسوالۍ مرکز طالبانو ونیو.))

د کران منجان ولسوال عبدالرحیم فرحت پژواک اژانس ته وویل، برسېره پر دې چې طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي، خو امنيتي ځواکونه اړ شول تر څو په شا تګ وکړي.

ده وویل چې د نښتې په پایله کې د ولسي پاڅون کوونکو يو تن وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

دغه راز سرچینه زیاتوي، د دې ولسوالي انجمن سیمې ته له کابل نه د پنجشېر له لارې زیات شمېر کومکي ځواکونه رسېدلي دي، خو طالبانو یادې ولسوالۍ ته د مرستندويه ځواکونو راتلو د مخنیوي لپاره د دې لارې ټول پلونه له منځه وړي او نه شي کولای دې ولسوالۍ ته ورسېږي.

نوموړي وویل چې امنیتي ځواکونه پر طالبانو برید ته تیار دي، کېدای شي نن شپه دا ولسوالۍ له طالبانو بېرته ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د چنګاښ د میاشتې په ۲۵مهه د دې ولسوالۍ د لاجوردو کان ونیو او د کان ۳۰ امنیتي ځواکونه يې بندیان کړل.

د پژواک خبري اژانس خبریال په دې تړاو کوښښ وکړ ترڅو د طالبانو نظر له ځانه سره ولري، خو اړیکه ټینګه نه شوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.