د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني: په ټاکنو کې لاسوهنه جرم دى

ولسمشر غني: په ټاکنو کې لاسوهنه جرم دى

Jul 22, 2019 - 15:24

 

کابل (پژواک، ٣١چنګاښ ٩٨) : ولسمشر اشرف  غني وايي چې په ټاکنو کې لاسوهنه جرم دى، عدلي او قضايي ارګانونه بايد په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې نن د چنګاښ په ٣١مه، د څارنې او انسجام ګډ بورډ په ۲۲  ناسته کې  وکړې.

دغه ناسته چې د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له افغانستان سره د یو شمېر مرستندویه هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازو هم شتون درلود.

ولسمشر غني وويل، افغان ملت راتلونکې اوونۍ یو لوی سیاسي عمل پیلوي، دا به د جګړې، تاوتریخوالي، ځان غوښتنې او د نظام ضد دښمنانو او فرصت طلبو پر وړاندې عمل وي، افغان ملت د ۱۳۹۸ کال د ټاکنیزو مبارزو نوی څپرکی پرانېزي.

هغه زیاته کړه: " د افغان ملت اووه میلیارده افغانۍ مې د دې لویې تاریخي پېښې یعنې ټاکنو او د هېواد د راتلونکي برخلیک ټاکلو ته ځانګړې کړې او دا لومړی ځل دی چې د ټاکنو ډېر لګښت موږ په خپله ورکوو. "

اشرف غني وايي، د انتخاباتي کمپاین په پيل کېدو سره ولس فرصت پیدا کوي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ټولو کاندیدانو نظریاتو او برنامو ته غوږ شي او له هغه وروسته د خپل راتلونکي ولسمشر او د هېواد د زعامت په اړه تر ټولو حساس قضاوت وکړي. دا به ډېر پېچلی قضاوت وي، ځکه ولس به د هر کاندید د وینا او عمل هر اړخ ارزیابي کوي، د ملت قضاوت تل سم او په حقه دی.

هغه زياته کړه : "هېواد کې وچکالي راغله، خو قحطي رانغله. د ګاونډي قهر او ناز زموږ په بازارونو کې د ډوډۍ او غوړیو بیه لوړه نه کړه. موږ اجازه ورنه کړه چې تاریخ بیا تکرار شي. د طالبانو بریدونو موږ سره ونه وېشلو. "

د نوموړي په وينا، د بهرنیو مرستو کمښت د تجارت او پانګې اچونې د کمېدو باعث ونه ګرځېد. د  یو حریص سیاسي قشر غوغا او انتقادونو د اصلاحاتو مخه ډب نه کړه. ټولنه کې د ناامیدۍ او ناهیلۍ په خپرولو سره دوی ونه شوای کړای په خلکو کې د تحول او پرمختګ پيل شوې څپه ودروي.

د دښمن هیڅ تبلیغ او دسیسې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د خلکو په زړونو کې مینه کمه نه کړه. هیڅ نفاق اچونکي ونه شوای کړای چې افغانان د ژبې او قوم په نوم جنګ ته را کاږي.

هغه زياته کړه، چې امنيتي ځواکونه به په ټاکنو کې بې طرفه وي او په دې اړه يې يو تګلاره هم جوړه کړې ده، چې ډېر ژر به نشر شي، څو ټول ډاډه واوسي چې دا ملي ځواکونه دي، شخصي نه دي.

ولسمشر وايي، دغه راز د حکومت ملکي کارکوونکي به هم په ټاکنو کې بې پلوه وي او د سرغړونې په صورت کې به قانوني چلند ورسره وشي.

اشرف غني وويل، د افغانستان د جزا دقانون له مخې، په ټاکنو کې لاسوهنه جرم دى او له عدلي او قضايي ارګانونو يې وغوښتل چې په ټاکنو کې ددا ډول جرمي لاسوهنو مخه ونيسي.

ولسمشر وويل، د افغانستان نننی تصویر متفاوت دی او نننۍ ټولنه په حرکت او هوساینه کې ده. ورو او په تدبیر خپل تاریخي سمبولونه چې څو کاله وړاندې د ورانۍ او جګړې په بېلګو بدل شوي وو، ابادوي.

 اشرف غني وايي :" زموږ په سیاسي ادبیاتو او سینه په سینه روایت کې دوه اصطلاحات د تل لپاره حک شوي دي؛ جمهوریت او وطنوالي. هیڅوک د جمهوریت او وطنوالۍ په محوریت کې د حقونو چتر له موږ  نه شي اخیستلای. دا هغه ارزښتونه دي چې زموږ زړور ځوانان ترې په ویاړ دفاع کوي او هیڅ سازش به دغه دوه اصلونه تر پښو لاندې نه کړي. "

د هغه په وينا، افغانستان له هیچا او هیڅ بل ملت سره بنیادي جنجال نه لري. جنجال پر موقعیت دی. دغه موقعیت چې شته ورو، ورو یې په سیمه کې پر عوایدو  لرونکې څلور لارې او لا زیاتو عوایدو بدلوي.

ولسمشر ټینګار وکړ چې هیڅ افغان نه غواړي بې وطنه شي او زیاته یې کړه، د بې وطنۍ او سرګردانۍ وخت تېر شوی دی.

غني وويل : " د خیرات ورکوونکو د دروازو شاته په کتار د ملت د درېدو وخت پای ته رسېدلی او په بشپړ ډول باید پای ته ورسېږي. "

هغه زیاته کړه، د ګاونډیو د دروازو شاته په سپکاوي د انتظار وخت پای ته رسېدلی او باید په بشپړ ډول پای ته ورسېږي. افغانستان یو وخت د افکارو او تمدنونو د وصل ځای وو او باید خپل دغه تاریخي حیثیت اعاده شي.

ولسمشر څرګنده کړه، افغانستان باید د اسیا وچه کې یتیم ماشوم نه وي. دا ملت باید په نړۍ کې بېوزله او بې کسه نه وي. هیڅکله نه! هغه هېواد چې هر څه لري باید له هیڅ ونه وېرېږي. افغانان سولې او پیوستون ته اړتیا لري.

ده زياته کړه : " موږ له اقتصادي لیدلوري د لاس او خولې مرحلې ته رسېدلي یوو. افغانستان د صعود په حال کې دی، نه د سقوط. څو کاله نور اړتیا لرو چې د هېواد عواید او مصارف مساوي کړو. "

هغه وايي : " موږ نن له ترهګرۍ، داعشي او تکفیري افراطیت سره د مبارزې لومړۍ کرښه کې یوو. د افغانستان دولت د نړۍ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو اساسي شریک دی، دغه مشارکت ډېر ارزښتناک او ډېر بامفهومه دی او د خیرات پر بنسټ نه دی. "

ولسمشر غني د خپلو خبرو په پای کې د نړیوالې ټولنې له همکاریو په مننې وویل، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس په توګه، هغه هېواد چې مسوولانه خپل نړیوال او ملي رول ترسره کوي، د افغانستان خلکو ته زما پیغام د سولې او پرمختګ او نړۍ ته د مننې پیغام دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement