ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: په ټاکنو کې لاسوهنه جرم دى

ولسمشر غني: په ټاکنو کې لاسوهنه جرم دى

author avatar
22 Jul 2019 - 15:24
ولسمشر غني: په ټاکنو کې لاسوهنه جرم دى
author avatar
22 Jul 2019 - 15:24

 

کابل (پژواک، ٣١چنګاښ ٩٨) : ولسمشر اشرف  غني وايي چې په ټاکنو کې لاسوهنه جرم دى، عدلي او قضايي ارګانونه بايد په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې نن د چنګاښ په ٣١مه، د څارنې او انسجام ګډ بورډ په ۲۲  ناسته کې  وکړې.

دغه ناسته چې د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له افغانستان سره د یو شمېر مرستندویه هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازو هم شتون درلود.

ولسمشر غني وويل، افغان ملت راتلونکې اوونۍ یو لوی سیاسي عمل پیلوي، دا به د جګړې، تاوتریخوالي، ځان غوښتنې او د نظام ضد دښمنانو او فرصت طلبو پر وړاندې عمل وي، افغان ملت د ۱۳۹۸ کال د ټاکنیزو مبارزو نوی څپرکی پرانېزي.

هغه زیاته کړه: " د افغان ملت اووه میلیارده افغانۍ مې د دې لویې تاریخي پېښې یعنې ټاکنو او د هېواد د راتلونکي برخلیک ټاکلو ته ځانګړې کړې او دا لومړی ځل دی چې د ټاکنو ډېر لګښت موږ په خپله ورکوو. "

اشرف غني وايي، د انتخاباتي کمپاین په پيل کېدو سره ولس فرصت پیدا کوي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ټولو کاندیدانو نظریاتو او برنامو ته غوږ شي او له هغه وروسته د خپل راتلونکي ولسمشر او د هېواد د زعامت په اړه تر ټولو حساس قضاوت وکړي. دا به ډېر پېچلی قضاوت وي، ځکه ولس به د هر کاندید د وینا او عمل هر اړخ ارزیابي کوي، د ملت قضاوت تل سم او په حقه دی.

هغه زياته کړه : "هېواد کې وچکالي راغله، خو قحطي رانغله. د ګاونډي قهر او ناز زموږ په بازارونو کې د ډوډۍ او غوړیو بیه لوړه نه کړه. موږ اجازه ورنه کړه چې تاریخ بیا تکرار شي. د طالبانو بریدونو موږ سره ونه وېشلو. "

د نوموړي په وينا، د بهرنیو مرستو کمښت د تجارت او پانګې اچونې د کمېدو باعث ونه ګرځېد. د  یو حریص سیاسي قشر غوغا او انتقادونو د اصلاحاتو مخه ډب نه کړه. ټولنه کې د ناامیدۍ او ناهیلۍ په خپرولو سره دوی ونه شوای کړای په خلکو کې د تحول او پرمختګ پيل شوې څپه ودروي.

د دښمن هیڅ تبلیغ او دسیسې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د خلکو په زړونو کې مینه کمه نه کړه. هیڅ نفاق اچونکي ونه شوای کړای چې افغانان د ژبې او قوم په نوم جنګ ته را کاږي.

هغه زياته کړه، چې امنيتي ځواکونه به په ټاکنو کې بې طرفه وي او په دې اړه يې يو تګلاره هم جوړه کړې ده، چې ډېر ژر به نشر شي، څو ټول ډاډه واوسي چې دا ملي ځواکونه دي، شخصي نه دي.

ولسمشر وايي، دغه راز د حکومت ملکي کارکوونکي به هم په ټاکنو کې بې پلوه وي او د سرغړونې په صورت کې به قانوني چلند ورسره وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.