ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو لوړپوړى حکومتي پلاوى په غزني کې شوي کارونه  ارزوي

يو لوړپوړى حکومتي پلاوى په غزني کې شوي کارونه ارزوي

author avatar
22 Jul 2019 - 17:14
يو لوړپوړى حکومتي پلاوى په غزني کې شوي کارونه  ارزوي
author avatar
22 Jul 2019 - 17:14

غزني ښار(پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٨): يوه لوړپوړي حکومتي پلاوي په دې موخه غزني ته سفر وکړ ترڅو په دغه ولايت کې شوي کارونه و ارزوي او د نوور کارونو د ترسره کولو لپاره خپل پلانونه له خلکو سره شريک کړي.

په دغه پلاوي کې د ماليې وﺯارت د عوايدو او ګمرکاتو مرستيال عبدالله رقيبي، د کرني وﺯارت اداري او مالي مرستيال عبدالهادي رفيعي، د اوبو او برېښنا وزارت مرستيال خان محمد تکل، د کرنې وﺯارت سلاکار او وياند اکبر رستمي، د اوبو او انرژۍ وﺯارت د برنامو رييس فرهاد نورﺯي، د عامې روغتيا وﺯارت د روغتيايي خدماتو معين فدا محمد پيکان، د مخابراتو وﺯارت مالي او اداري مرستيال هادي هدايتي، د برېښنا شرکت تجارتي رييس احمد خالد ستانکزي او د چارو ادارې د تخنيکي معاونيت سلاکار اجمل غروال ګډون درلود.

د غزني والي وحيدالله کليمزي د چنګاښ په ٣١مه رسنيو ته وويل چې دغه پلاوي ځکه غزني ته سفر کړى، ترڅو پخواني کارونه و ارزوي او د نويو کارونو لپاره خپل پلانونه له خلکو سره شريک کړي.

کليمزي وويل چې غزني کې دا مهال امنيتي ستونزې کمې دي او د پراختيايي کارونو د ترسره کېدو لپاره چمتو دى.

خو ده زياته کړه: ((ډېر وزارتونه د سيمه ييز ادارې له لوري ترتيب شوى پلان په پام کې نه نيسي تر ډېره د اشخاصو په خوښه پروژې تطبيقوي.))

هغه د بېلګې په توګه وويل چې په روان کال کې د غزني لپاره ١٠٥ پروژې منظور شوي چې د مرکز او نهو ولسواليو لپاره دي او د پاتې نهو ولسواليو لپاره بيا يوه پروژه هم په نظر کې نه ده نيول شوې.

بل لورته د پلاوي په استازيتوب د اوبو او برېښنا وزارت مرستيال خان محمد تکل وويل، حکومت کوښښ کوي چې په ټولو سيمو کې په متوازن ډول پروژې پلې کړي.

ده وويل چې د غزني د سلطان برېښنا بند سروې او ډيزاين ترسره شوى او د عملي کار د پيل په موخه يې د بوديجې وړانديز شوى دى.

هغه زياته کړه: ((موږ کوښښ کوو چې په غزني کې لس نور واړه بندونه هم جوړ کړو.))

دغه راز د برېښنا رياست تجارتي رييس احمد خالد ستانکزي وويل چې په دغه ولايت کې د برېښنا شبکې د پراختيا په موخه به دوه مياشتې وروسته د ٩٦٠ پايو د لګولو چارې پيل کړي.

د يادونې ده چې پر غزني ښار د وسله والو طالبانو تر ډله ييز بريد وروسته ولسمشر محمد اشرف غني دغه ولايت ته سفر وکړ او له خلکو سره يې ژمنه وکړه چې په بېلابېلو برخو کې به ورته پراختيايي پروژې پلې کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.