ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ایران کې د هېواد د انځورګر نصرالله سروري د اثارو نندارتون جوړېږي

په ایران کې د هېواد د انځورګر نصرالله سروري د اثارو نندارتون جوړېږي

author avatar
22 Jul 2019 - 15:46
په ایران کې د هېواد د انځورګر نصرالله سروري د اثارو نندارتون جوړېږي
author avatar
22 Jul 2019 - 15:46

 

 کابل (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٨): افغان انځورګر نصرالله سروروي په ایران کې د خپلې انځورګرۍ د اثري ټولګې د نندارې اجازه ترلاسه کړه او دغه نندارتون به ډېر ژر جوړ شي.

 د نصرالله سروري د اثارو د ټولګې مالک فریدالله ادیب پژواک خبري اژانس ته وویل، د سروري د اثارو په ټولګه کې د انځورګرۍ ۱۳۰ تابلوګانې موجودې دي.

ادیب هم له هغو افغان انځورګرانو دی چې د ایران په مشهد ښار کې ژوند کوي.

 هغه زیاته کړه چې په دې انځورګرۍ کې د افغانستان تاریخي برخې او ددغه هېواد د خلکو ژوند انځور شوی دی.

ټاکل شوې دغه ټولګه ډېر ژر د ایران په مشهد ښار کې نندارې ته وړاندې شي.

 نصرالله سروري په ۱۳۲۱ لمریز کال په هرات ولایت کې زږېدلی او په نهه کلنۍ یې انځورګرۍ ته مخه کړې ده. د مور او پلار هڅونو او له خلکو او ښکلا سره د نوموړي مینې او ذاتي استعداد له نوموړي انځورګر جوړ کړ.

 هغه په ځوانۍ کې له وتلو او تکړه افغان انځورګرانو څخه د انځورګرۍ لومړني اصول زده کړل او ډېر کلونه یې د هنر د تاریخ، د نړۍ د لویو انځورګرانو په پېژندنه او بېلا بېلو سبکونو په ځانګړې توګه رنګ پېژندنه کې مطالعه او څېړنه وکړه.

 فریدالله ادیب ایین ددغه انځورګر داخلي او بهرنیو بریالیتوبونو ته په اشاره وویل: ((د ځوانۍ په دوره کې یې په هندوستان کې د انځورګرۍ په جشنواره کې ګډون وکړ او معتبره جایزه یې ترلاسه کړه او دغه راز یې د «ګرېټ» لقب ترلاسه کړ.))

Visits: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.