د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په بلخ کې د ټولو مخابراتي شبکو فعاليتونه وځنډول شول

په بلخ کې د ټولو مخابراتي شبکو فعاليتونه وځنډول شول

Jul 22, 2019 - 18:19

مزارشريف ( پژواک، ۳۱چنګاښ ۹۸):  د بلخ ولايت مقام له خوا مزارشريف ښار دننه او د بلخ په څوارلس ولسواليو کې د ټولو خصوصي مخابراتي کمپنيو خدمات تر نامعلومې مودې وځنډول شول.

وړمه شپه په لومړي ځل مخابراتي شبکو د امنيتي ګواښونو له امله په مزارشريف ښار کې خپل خدمات ځنډولي وو، چې دې کار د بلخ د سيمه ييزې ادارې غوسه پارولې ده.

تېره ورځ د بلخ ولايت نظامي شورا په يوې بېړنۍ ناسته کې پرېکړه وکړه، که مخابراتي شبکې بيا هم د شپې له خوا په مزارشريف کې خپل فعاليت بند کړي؛ نو د دوی له خوا به يې دفترونه وتړل شي.

بلخ ولايت مقام هغه مهال خپله دغه پرېکړه عملي کړه او په مزارشريف ښار او د دې ولايت په ۱۴ ولسواليو کې يې د مخابراتي شبکو خدمات وځنډول، چې کله يادو شبکو تېره شپه يو ځل بيا خپل فعاليتونه بند کړي وو.

د بلخ د مخابراتو رييس محمد تقي د چنګاښ په ۳۱مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې مزارشريف کې د ټولو خصوصي مخابراتي شرکتونو خدمات تر نامعلومې مودې پورې د دوی له خوا ځنډول شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې مخابراتي شبکو په خپل سر او د بلخ له مسوولينو سره د موضوع له شريکولو وړاندې مزارشريف کې خدمات قطع کړي وو، چې د ښار د ټولنيز امنيت خرابولو کې يې نقش درلود.

نوموړي زياته کړه، مزارشريف کې د مخابراتي شبکو د دفترونو مهر او لاک کولو تر څنګ يادې شبکې او مسوولين يې څارنوالۍ ته هم معرفي شوي دي.

هغه وايي؛ څو چې ياده ستونزه حل کېږي؛ نو د مزار ښاريان دې له دولتي سيمکارت څخه استفاده وکړي.

په ورته وخت کې د بلخ د ولايتي شورا رييس  افضل حديد هم د مخابراتي شبکو وروستي اقدام باندې، چې د شپې له خوا خدمات بندوي، نيوکه کوي او زياتوي، چې د يادې ستونزې د اساسي حل په لټه کې دی.

نوموړي وويل چې مزارشريف کې امنيتي وضعيت د ډاډ وړ دی او د مخابراتي شبکو له خوا د خدماتو بندېدو لپاره هېڅ قانع کوونکی دليل وجود نه لري.

حديد همدا راز وويل، چې په يو ځلي توګه مزارشريف کې د شپې له خوا د مخابراتي شبکو د فعاليتونو بندېدل، د بلخ سيمه ييزې ادارې پر وړاندې دسيسه ده؛ خو دا يې ونه ويل چې د يادې دسيسې تر شا څوک لاس لري.

مزار کې د مخابراتي شبکو بندېدو سره خلک هم له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

د مزار ښار يوه هټيوال محمد دين پژواک ته وويل، چې داسې احساس کوي لکه څه يې چې ورک کړي وي.

هغه زياته کړه، چې سهار وختي له کوره راوتلی اوبيا يې تر اوسه احوال نه دی اخيستی، چې کور کې څه حالت دی.

نوموړي غوښتنه وکړه، چې د مخابراتي شبکو رامنځته شوې ستونزه بايد ژر تر ژره حل کړای شي.

د ښار دغه اوسېدونکی له حکومته غواړي، چې له مخابراتي شبکو سره يوه تفاهم ته ورسېږي.

مزارشريف ښار کې د مخابراتي شبکو له خوا اترا ادارې ته لېږل شوي مکتوب کې ويل شوي، چې دوی د لوړو امنيتي ګواښونو له امله د شپې له خوا په مزار ښار کې مخابراتي خدمات نه شي وړاندې کولای.

د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد هم پژواک ته وويل، چې مزارشريف ښار کې مخابراتي شبکې د دوی په غوښتنه د محدود وخت لپاره د شپې له خوا خپل خدمات پرې کوي.

شبکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement