کندهار (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۹۸): په کندهار ښار کې نن سهار د هدفي وژنو دوه پېښې شوي چې یو تن وژل شوی او بل ټپي دی.
لومړۍ پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د کندهار ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې په ساحه کې شوې ده.
یوې امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو موټر سایکل سپرو پر یوه پولیس افسر ډزې کړي او ځای پر ځای یې وژلی دی.
برید کوونکي تښتېدلي دي.
دغه راز د کندهار ښار د ۱۴مې حوزې اړوند د مخابراتو ریاست ته څېرمه هم پر یوه کس ډزې شوي او هغه یې ټپي کړی دی.
سرچینې د دغه کس د هویت په اړه معلومات ور نه کړل.
د دغو پېښو په اړه چارواکو او وسله والو څه نه دي ویلي.
دا په تېرو څلورو ورځو کې د هدفي وژنې درېیمه پېښه ده چې کېږي.
دوه ورځې وړاندې هم په کندهار ښار کې په ورته پېښه کې یو پخوانی پولیس افسر او یو عکاس پر نښه او وژل شوي وو.
په کندهار کې په دې وروستیو کې د جګړې او ناامنۍ پېښې ډېرې شوي چې د خلکو اندېښنې یې زياتې کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن