کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۹۸) : د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د امریکا ولسمشر ټرمپ سره په لیدنه کې ویلي، چې ډیر ژر به طالبان افغان حکومت سره خبرو ته کښینوي.
د پاکستان د ملي راډیو د راپور له مخې، د دغه هیواد لومړي وزیر عمران خان امریکا ته د سفر پر مهال نن ناوخته په سپینه ماڼې کې دامریکا ولسمشر ډونالډ ته سره ولیدل.
د راپور له مخې، ددې لیدنې په پیل کې دواړو له رسنیو سره لنډې خبرې وکړې او وروسته یې دوه په دوه سره ولیدل.
رسنیو سره د خبرو پر مهال ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکا له پاکستان سره په ګډه له افغانستان څخه د و تلو پر موضوع کار کوي.
هغه زیاته کړه : (( امریکا نور نه غواړي، چې په دې سیمه کې د پولیسو رول ترسره کړي. امریکا که وغواړي په لسو ورځو کې د افغانستان له منځه وړلو سره دا جګړه ختمولی شی، خو داسې نه کوي. ))
ټرمپ ویلي، پاکستان په افغان شخړه کې له امریکا سره ډیره مرسته کوي.
د راپورونو له مخې ددې لیدنې پر مهال ټرمپ د کشمیر پر موضوع د هند او پاکستان ترمنځ ددریمګړي د رول وړاندیز هم کړی دی.
د راپور له مخې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل، چې د افغان شخړې هواری له طالبانو سره د سولې په خبرو کې دی او دې کار ته ډیر نږدې شوي دي.
هغه هیله څرګنده کړې، چې په نږدې راتلونکي کې طالبان له افغان حکومت سره مذاکراتو ته کینوي او ددې شخړی یو سیاسي حل راوویستل شي.
عمران خان زیاته کړې : (( د لومړي ځل لپاره د افغان شخړې هواري ته ډیر نږدې شوي یو او د ولسمشر ټرمپ سره پر دې خبرې اتفاق کوم، چې د افغانستان شخړه پوځي حل لاره نه لري.))
هغه وایی، چې دافغانستان سوله او ثبات د پاکستان په ګټه ده،
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن