ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټرمپ د څرګندونو په اړه د افغانانو کلک غبرګونونه

د ټرمپ د څرګندونو په اړه د افغانانو کلک غبرګونونه

author avatar
23 Jul 2019 - 16:25
د ټرمپ د څرګندونو په اړه د افغانانو کلک غبرګونونه
author avatar
23 Jul 2019 - 16:25

کابل (پژواک،د زمري لومړۍ نېټه ٩٨):ګڼ شمېر افغانانو د افغانستان په اړه دامريکا د ولسمشر ټرمپ د وروستيو څرګندونو په هکله په ټولنيزو شبکو کې کلکه غوسه او سخت  غبرګونونه ښودلي دي.

د امريکا ولسمشر ډونالډترمپ تېره شپه په سپينه ماڼۍ کې د پاکستان لومړي وزير عمران خان سره د ليدنې پر مهال په ډاګه کړې وه چې که وغواړي په لسو ورځو کې د افغانستان شخړه هوارولى شي او افغانستان د نړۍ له نقشې لرې کولى شي، خو نه غواړي.

د نوموړي ددې څرګندونو په غبرګون کې د افغانستان دولت کلک غبرګون ښودلى او له امريکا يې په دې اړه سپيناوى غوښتى دى.

بلخوا ديوشمېر سياسيونو ترڅنګ ګڼ شمېر افغانانو هم په ټولنيزو شبکو کې خپله سخته غوسه څرګنده کړې او کلک غبرګون يې ښودلى دى.

د کابل پوهنتون استاد اسماعيل يون په دې اړه يوه اوږده ليکنه کړې او په فيسبوک کې يې خپره کړې ده.

ده ويلي ، د زبرځواکونو تېروتنې هم غټې وي، همدا تېروتنې يې د زوال لامل هم شي، په تېره بيا په داسې حال کې چې د واک پر ګدۍ يې هم نامعقول، سرتمبه او لېوني اشخاص واکمن وي.

يون زياته کړې، امريکا اوس هم په همدغسې يو حالت کې ده. يو سرتمبه سوداګر يې د واک مزي په لاس کې نيولي، داسې ملکونو ته اخطار ورکوي چې د دوی د هېواد تر جوړېدو يې عمر څو ځله زيات دی.

هغه زياته کړې چې ډېر بهرني قوتونه، واکمنان او يرغلګر راغلل خو چې دلته يې سر په ډبره ولګېد، نو عقل يې سر ته راغی، روسان هم په ډېره دبدبه راغلل، خو په ډېرې مايوسۍ بېرته ووتل، امريکايان هم په پيل کې د نړۍ له څلوېښتو انډيوالانو سره دلته راغلل، فکر يې کاوه چې دوی به محدود اقليتونه ونازوي او د هغوی په مرسته به دلته ارامې شپې تېرې کړي، خو د ټولنې يوازې يو قشر يې په مقابل کې وسله واخيسته، اتلس کاله يې ورسره وډزوله، بيا هم نتيجه صفر لا څه کړې چې د دوی لپاره منفي حالت ته لاړه.

د نوموړي په وينا، د ډونالډ ټرمپ دا ډول څرګندونې نه يوازې د انساني کرامت ضد دي، بلکې د يو ستر متمدن او پرمختللي ملت لپاره هم د پېغور او سرټيټۍ سبب ګرځي.

د نظيم سمون په نامه يو بل تن بيا امريکا ته پيغور ورکړى چې ټرمپ ترهګري او د هغې حاميان ختم نه کړل، اوس افغانستان ختموي.

غفور لېوال هم په دې اړه فيسبوک کې ليکلي چې خپلې تاريخي لاپې بدلې کړئ، زبرځواکونو ته مه واياست، چې دا د زمريو، پړانګانو، بازانو ... او نورو ځناورو هېواد دی.

نوموړي افغانانو ته ويلي، هغوی ته يې په عمل کې ثابته کړئ چې دا د معقولو، باشعوره او فکرمنده انسانانو هېواد دی، چې خپلې ملي ګټې پېژني او په ګډه اراده خپل ولس او هېواد د ملي يووالي په زور او د اقتصادي ودې په مټ د ملي اقتدار هغه بريد ته رسوي، چې بيا يې څوک په سپکه ياد نه کړای شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.