ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا د مټاخان ولسوالۍ پر امنيه قوماندان موټر بم بريد شوى

د پکتيکا د مټاخان ولسوالۍ پر امنيه قوماندان موټر بم بريد شوى

author avatar
23 Jul 2019 - 13:38
د پکتيکا د مټاخان ولسوالۍ پر امنيه قوماندان موټر بم بريد شوى
author avatar
23 Jul 2019 - 13:38

 

تعقيبي-ښرنه (پژواک،د زمري لومړۍ نېټه ٩٨):د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د موټر بم بريد له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي او د دوه ملکي وګړو په ګډون اووه تنه نور ټپيان شوي دي.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر څارمن مسعود بابکرخېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه د مرکز ښرنې اړوند د پتنې په سيمه کې د مټاخان ولسوالۍ پر امنيه قوماندان عبدالودود اندړ د موټر بم بريد وشو.

هغه وايي چې خپله امنيه قوماندان له بريده روغ وتلى، خو درې ساتوونکي يې او دوه ملکي وګړي ټپيان شوي او يوه ماشومه نجلۍ وژل شوې ده.

خو د ښرنې ملکي روغتون يوه ډاکټر نياز محمد پژواک ته وويل چې له يادې پېښې څخه دوى ته دوه مړي او اووه ټپيان انتقال شوي دي.

هغه وايي چې په وژل شويو کې يوه نجلۍ ده او په ټپيانو کې پنځه يې امنيتي سرتېري دي.

بل لورته ددې بريد مسووليت وسله والو طالبانو منلى دى.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دغه بريد کې قوماندان عبدالودود او يو بل قوماندان هاشم خان ټپيان شوي او پنځه ساتونکي يې وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.