ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ نړيواله شورا د افغانستان کرکټ بورډ ته ۲،۵ ميلیون ډالر ورکوي

د کرکټ نړيواله شورا د افغانستان کرکټ بورډ ته ۲،۵ ميلیون ډالر ورکوي

author avatar
23 Jul 2019 - 20:10
د کرکټ نړيواله شورا د افغانستان کرکټ بورډ ته ۲،۵ ميلیون ډالر ورکوي
author avatar
23 Jul 2019 - 20:10

کابل (پژواک د زمري لومړۍ نېټه ٩٨): د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د کرکټ نړيواله شورا به افغانستان ته د یادې شورا د بشپړ غړي په توګه په روان ۲۰۱۹ کال کې پر ځانګړې شوې بودیجې سربېره ۲،۵ ميلیون ډالره هم ورکوي.

له ياد شوي بورډ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر عزیزالله فضلي او د دغې ادارې اجرایه مشر لطف الله ستانکزي د افغانستان په استازیتوب د کرکټ نړیوالې شورا په کلنۍ عمومي ناسته کې چې په لندن کې یې د روانې جولای میاشتې له ۱۵مې تر ۱۸مې نېټې (د چنګاښ له ٢٤مې تر ٢٧مې) يې دوام وموند، ګډون وکړ او دغه ناسته د افغان کرکټ لپاره له لاسته راوړنو ډکه وه.

سرچينه زياتوي، د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر او د کرکټ نړیوالې شورا د بورډ غړي د پراختیا په کمېټې او اجرایه مشر بیا په اجرایوي کمېټې کې ګډون درلود چې په کې ځینې پرېکړې ترسره شوې.

سرچينه کاږي، د کرکټ نړیواله شورا به افغانستان ته د یادې شورا د بشپړ غړي په توګه په روان ۲۰۱۹ کال کې پر ځانګړې شوې بودیجې سربېره ۲،۵ ملیون ډالره هم ورکوي چې په دې سره به د افغانستان کرکټ بورډ اداره له بودیجوي کسر څخه وژغورل شي.

سرچينه وايي، دغه راز د روان کال د کرکټ نړیوال جام د لوبو اړوند بحث مطرح شو او دغه راز د لوبډلو د ګډون اړوند هر اړخیزې خبرې اترې وشوې. د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د هغو ټولو مواردود ستاینه وکړه چې په ډسپلین یا انظباطي برخو کې یې په اړوند ګامونه پورته کړي او د هغو ټولو مواردو پلټنه یې هم کړې چې د یادې نړیوالې شورا له لوري یې افغانستان ته سپارښتنه شوې وه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له نړیوالې شورا سره د افغانستان شل اوریز غوره لیګ (اې پي ال) کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په ډګر کې د اقداماتو راپور هم شریک شو چې په کې د نړیوالې شورا ټولې سپارښتنې په پام کې نیول شوې دي چې په دې سره به سږ کال د افغانستان شل اوریز غوره لیګ دویم پړاو هم ترسره شي او نړیوالې شورا په دې اړوند هم د افغانستان له کرکټ بورډ ستاینه وکړه.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، دغه راز به له دې وروسته د کرکټ په اپلیکېشن یا د اړیکو جوړولو په برخه کې پر نورو ژبو سربېره د خلکو د غوره پوهاوي لپاره پر پښتو هم لیکل کېږي. یاده دې وي چې له دې وړاندې په نړیوال جام کې په هندي، بنګالي، اردو او نورو ژبو معلومات شریک کېدل چې له دې وروسته به پر پښتو هم شریکیږي.

د خبرپاڼې په حواله، د نړیوالې شورا له لوري د شخصي لیګونو ترسره کېدو لپاره پر نویو قوانینو او اصولو خبرې اترې وشوې، چې پر بنسټ به یې شرایطو ته په پام سره ټولې چارې پر مخ وړل کېږي.

سرچينه زياتوي، همدارنګه د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر او اجرایه مشر له لوري د کرکټ د ټولو بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو له سیالو مشرانو او اجرایه مشرانو سره لیده کاته وشول چې په ترڅ کې پر دوه اړخیزو همکاریو، تخنیکي مرستو او په راتلونکي کې له دوی سره د لوبو پر تنظیم خبرې وشوې.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر عزیزالله فضلي د نړیوالې شورا په عمومي ناستې کې د ټولو لاسته راوړنو په اړه خوښي څرګنده کړې او ويلي يې دي: ((زموږ لپاره ډېر د ویاړ ځای دی چې د یوه بشپړ غړیتوب لرونکي هېواد په توګه د نړیوالې شورا په عمومي کلنۍ ناسته کې ګډون کوو، دغه ناسته د افغانستان لپاره له هره اړخه ګټوره وه، چې په کې د فساد پر وړاندې په جدي مبارزې، د ۲۰۱۸ کال د غوره لیګ، لاسته راوړنو او نورو ډېرو ګټورو مواردو خبرې وشوې.))

دغه راز د دغې ادارې اجرایه مشر لطف الله ستانکزي ويلي دي: ((د کرکټ نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو له غړو سره مو ناستې درلودې چې په کې د دوه اړخیزو همکاریو، د تخنیکي همکارۍ او د ملي لوبډلو په کچه د لوبو تنظیمولو بحثونه مطرح شول او هیله ده چې غوره پایلې به ولري او دغه راز د یادې نړیوالې شورا له لوري د افغانستان کرکټ بورډ ته د ۲،۵ ملیون ډالرو ورکړه یو ښه زېری و چې د کرکټ بورډ ادارې له لوري به په شفاف او روڼ ډول د کرکټ په پرمختګ کې ولګول شي.))

د خبرپاڼې د معلوماتو پربنست، د روان ۲۰۱۹ زېږدیز کال په پای کې به هم د نړیوالې شورا د یادو کمېټو د غړو ترمنځ ناسته ترسره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.