جلال اباد (پژواک د زمري لومړۍ نېټه ۹۸): د لغمان چارواکي وايي، د دغه ولايت په الينګار ولسوالۍ کې د ۳۰ميليونه ډالرو په لګښت د شاهي کانال د جوړېدو کارونه پيل شول چې په درېيو کلونو کې به بشپړ شي.
دا کانال به د الينګار ولسوالۍ او مرکز مهترلام اړوند ګڼې شاړې ځمکې ابادې او د سيمې د اقتصاد او زراعت د پرمختګ لامل به وګرځي.
په همدې موخه د زمري په لومړۍ نېټه دغه ولايت ته د کليو پراختيا، ماليې او اوبو او برېښنا وزيرانو او څو نورو وزارتونو استازو سفر کړی و او د دغه کانال د بنسټ ډبره يې کېښوده.
د لغمان ولایت د سیندېزې فرعي حوزې رييس سید عبدالرحیم سادات پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې ولایت کې د شاهي کانال د پروژې چارې عملاً پیل شوې.
نوموړی وایي، یاد کانال دوه برخې لري چې اوږدوالى یې ۳۲ کیلو متره دی او د الینګار ولسوالۍ له سندروا سیمې څخه تر څپرو پورې ۱۲ کلي ترېنه استفاده کوي چې ۵۰۰۰ هکتاره شاړه ځمکه به خړوبه کړي.
د ده په وينا، د شاهي کانال دویمه برخه کې به د بابا صیب دښته کې د ۳۰ کیلو متره کانال په لرلو سره ۲۰ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي.
نوموړی زیاتوي، اوس مهال د دغه کانال د لومړي لاټ چارې چې 6,3 کیلو متره دي، پیل شوې چې د ۹ میلیونه ډالرو په ارزښت به پای ته ورسیږي او ټول ټال په دغه کانال ۳۰ میلیونه ډالره لګښت راځي چې د درېیو کلونو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.
هغه وايي، د شاهي کانال ستره، حیاتي او له پراخو اقتصادي ګټو برخمنه پروژه د لغمان ولایت د الینګار ولسوالی اړوند د سندروا کلي څخه پیلیږي، د الینګار سیند د شمال لوېدیځې برخې څخه سرچينه اخلي او د خپل مسیر په اوږدو کې د سوېل پر لور د الینګار ولسوالۍ اړوند زیاتې ځمکې د شخطري، سلطان غازي بابا او مهترلام بابا دښتې تر پوښښ لاندې راولي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن